کانګرس د روسیې پرضد د ادعا په هکله غور وکړي
زمونږ خبریال وايي د امریکا د نبراسکا( Nebraska) ایالت د ریپبلیکن ګوند د مشرانو جرګې غړي سناتور بنجامین ایریک سیس (Benjamin Eric Sasse) په ولسي جرګې کانګرس غږ وکړ چې په افغانستان کښې د واشنګټن د عسکرو پرضد د روسیې له ادعا وړ دسیسې څخه د ولسمشر ټرمپ د خبرتیا په څرنګوالي غور وکړي .
هغه پرون ټینګار وکړ د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې د وروستي راپور په هکله چې ویلي وو د روسیې اسختباراتي ادارې ایف ایس بي (FSB) په افغانستان کښې د امریکا په عسکرو باندې د حملې لپاره طالبانو ته پیسې ورکوي باید د ولسي جرګې کانګرس لخوا غور وشي .
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په تیرې جمعې ورځې یوه (۱) راپور کښې ادعا وکړه چې د روسیې د پوځ د استخباراتو یوې (۱) ډلې طالبانو ډله په افغانستان کښې د امریکا تر مشرۍ لاندې د نړیوال ائتلاف د ځواکونو او د واشنګټن د پوځیانو وژلو ته هڅولي ده .
د امریکا ولسمشر ټرمپ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور چې ویلي وو دې په تیر میلادي کال کښې د روسیې په ملاتړ سره په افغانستان کښې د واشنګټن په عسکرو باندې د ادعا وړ حملو ته له اړونده راپورونو خبر کړی شوی دی دروغ بللی .
په امریکا کښې د روسیې سفارت په یوه(۱) ټویټر پیغام کښې په افغانستان کښې د واشنګټن د پوځیانو د وژلو د پردې شاته د مغز متفکر په توګه د ماسکو د معرفي کولو لپاره د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور بې اساسه تور وباله او هغه یې په کلکه رد کړ .
د روسیې ډیپلوماټانو هم وویل نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خپلې د غه ادعا د ثابتولو لپاره د هیڅ سند په نه لرلو سره د ماسکو پرضد چټي تور لګولی دی .