د فرانسې لومړي وزیر استعفا ورکړه
Jul 03, 2020 09:51 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د فرانسې د ولسمشر دفتر الیزه ماڼۍ په یوې (۱) خبرپاڼه کښې وویل لومړي وزیر ایډورډ فیلیپ نن سهار خپله استعفا ولسمشر امانوئل ماکرون ته وسپارله او هغه هم دغه استعفا ومنله .
د فرانسې د ولسمشر د دفتر په بیانیې کښې ویل شوي دي د نوي حکومت تر جوړیدا پورې د هیواد په چارو باندې غور به د اوسني حکومت په غړیو سره دوام ولري .
په عین حال کښې د فرانسې د ولسمشر دفتر یعني الیزه ماڼۍ ته نږدې سرچینو وویل ټاکل شوي ده چې د حکومت په جوړښټ کښې ستر بدلونونه رامینځته شي .
د فرانسې د اوسنې دفاع وزیرې میرمن فلورانس پارلي نوم د لومړي وزیر د څوکۍ لپاره مطرح دی .
ویل کیږي چې د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د ملي او د مشرانو جرګو له مشرانو سره په کتنې کښې په حکومت کښې د پراخو بدلونونو په هکله خبرې کړي دي .
ټیګونه