واشنګټن د نړیوال امنیت د کمزوري کولو مسول دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91393-واشنګټن_د_نړیوال_امنیت_د_کمزوري_کولو_مسول_دی
زمونږ خبریال وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په نړۍ کښې د اټومي جګړې د خطر د زیاتیدا په هکله خبرداري سره وویل امریکا د نړیوال امنیت د کمزوري کولو مسوله ده ځکه چې غواړي په نړۍ باندې خپله سلطه پراخه کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2020 23:37 Asia/Kabul
  • واشنګټن د نړیوال امنیت د کمزوري کولو مسول دی

زمونږ خبریال وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په نړۍ کښې د اټومي جګړې د خطر د زیاتیدا په هکله خبرداري سره وویل امریکا د نړیوال امنیت د کمزوري کولو مسوله ده ځکه چې غواړي په نړۍ باندې خپله سلطه پراخه کړي .

هغه پرون له روسیې سره د مینځ واټه اټومي ځواکونو په نوم له دوه اړخیزه تړون څخه د امریکا وتلو ته په اشارې سره وویل نړیوال امنیت کم شوی ځکه چې واشنګټن په نړۍ کښې د وسلو د کنټرول د نظام په له مینځه وړلو  بوخت دی .

د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګي لاوروف زیاته کړه ماسکو به  د امریکا د چین د فرانسې او د بریتانیا په ګډون سره د اټومي موضوع په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا په راتلونکي غونډې  کښې د اټومي جنګ د رامینځته کیدا د زیات احتمال په هکله خپله اندیښنه اعلان کړي .

هغه د سټارټ د نوي تړون په هکله وویل د دغه تړون برخلیک هم له اوس څخه معلوم دی ځکه چې امریکا نه غواړي هغه تمدید کاندي .