د بریتانیا عسکرو د افغانستان ملکي وګړي وژلي
ډیلي میل ورځپاڼې راپور ورکړ په محکمې کښې د ایشوا شویو سندونو پراساس د بریتانیا پوځیان په افغانستان کښې د ملکي وګړو د وژلو مسول دي .
په بریتانیا کښې د محکمې د ایشوا شویو سندونو پراساس ښکاره شوه چې د لندن د هوايي ځواک وژونکي ډله په افغانستان کښې په هملند ولایت کښې د شپې په مهال د ملکي وګړو د وژلو عامله ده .
دغه سندونه مخکې د لندن د حکومت لخوا د بریتانیا سترې محکمې ته نه وو ورکړل شوي او همدغه چاره سبب شوه چې یو(۱) قاضي په دې هکله د دفاع وزیر بین والاس د توضیح د ورکولو غوښتنه وکړي .
امریکا ، انګلستان او ملګرو یې په ۲۰۰۱ میلادي کال کښې په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې او په دغه هیواد کښې د امنیت د تامینولو په پلمه په دغه هیواد یرغل وکړ خو له هغه وخت راهسې تراوسه هلته امنیت نه دی ټینګ شوی بلکې ناامنۍ ، ترهګرۍ او د نشه ییزو موادو تولید او قاچاق بیخي زیات شوی هم دی .