د امریکا د روغتیا نظام ورځ تر بلې په خرابیدا دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92005-د_امریکا_د_روغتیا_نظام_ورځ_تر_بلې_په_خرابیدا_دی
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د مشرانو جرګې غړي بیرني سینډرز خبرداری ورکړ د هیواد د روغتیا ناکارنده سیسټم ورځ تر بلې خرابیږي او بې رحمانه کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2020 06:27 Asia/Kabul
  • د امریکا د روغتیا نظام ورځ تر بلې په خرابیدا دی

ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د مشرانو جرګې غړي بیرني سینډرز خبرداری ورکړ د هیواد د روغتیا ناکارنده سیسټم ورځ تر بلې خرابیږي او بې رحمانه کیږي .

هغه د امریکا د روغتیا د نظام د ناکارندوالي په توضیح کښې وویل د هیواد  په میلیونونو خلک د بیمې خدماتو ته لاسرسی نه لري .

د امریکا د مشرانو جرګې غړي بیرني سینډرز وویل هیواد له بل هر وخت څخه زیات د روغتیا او د درملنې خدماتو ته ضرورت لري .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت د کورونا ویروس له خپریدا او په روان میلادي کال کښې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په یوازې څو پاتې میاشتو کښې په جولاۍ میاشت کښې په فیډرال محکمې غږ وکړ د پخواني ولسمشر باراک اوباما د درملنې د بیمې  په نوم د درملنې د بیمې قانون اوباما کیر (Obamacare) په کامل ډول لغو کړي .

د امریکا د ولسي جرګې کانګرس مشرې میرمن نینسي پیلوسي هم د سپینې مانۍ په اقدام دنیوکې په ترڅ کښې په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د ولسمشر ټرمپ حکومت او ریپبلیکن ګوند د کورونا ویروس د خپریدا په اوج کښې په غیر انساني چلن تورن کړل .