امریکا په افغانستان کښې د عسکرو شمیر کموي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92127-امریکا_په_افغانستان_کښې_د_عسکرو_شمیر_کموي
رویټرز خبري اژانس وايي د امریکا دفاع وزیر مارک سپیر(Mark's Sphere) پرون په یوې (۱) مرکې کښې وویل واشنګټن نیت لري د روان میلادي کال تر نوامبر میاشتې پورې په افغانستان کښې د خپلو عسکرو شمیر له پینځو زرو(۵۰۰۰) څخه کم کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2020 07:01 Asia/Kabul
  • امریکا په افغانستان کښې د عسکرو شمیر کموي

رویټرز خبري اژانس وايي د امریکا دفاع وزیر مارک سپیر(Mark's Sphere) پرون په یوې (۱) مرکې کښې وویل واشنګټن نیت لري د روان میلادي کال تر نوامبر میاشتې پورې په افغانستان کښې د خپلو عسکرو شمیر له پینځو زرو(۵۰۰۰) څخه کم کړي .

د امریکا د دفاع وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې ولسمشر ټرمپ تیره اونۍ له اکسیوس (Axios ) خبري سایټ سره په مرکه کښې د خپل هیواد د عسکرو د وتلو دقیق وخت ته له اشارې کولو پرته ویلي وو چې زر به په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو شمیر څلورو زرو (۴۰۰۰) ته ورکم کړي .

د امریکا او د طالبانو ترمینځ د سولې د موافقې پراساس چې د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په نهویشتمه (۲۹) نیټه په قطر  کښې لاسلیک شوي وه د ټرمپ حکومت ژمن دی سوکه سوکه خپل پوځیان له افغانستان څخه وباسي .

د افغانستان حکومت چې  د سولې د دغه موافقې په لاسلیک کولو کښې  کوم رول نلري  د بین الافغاني خبرو اترو د پیلولو لپاره د طالبانو د پینځوزرو (۵۰۰۰) بندیانو خوشي کولو ته ژمن  شوی دی .

د نشه ییزو مواد د تولید او دناامنیو زیاتیدل او د مسلمانانو د  سپیڅلتیاو سپکاوی او د امریکا د عسکرو د جنایتونو دوام چې تراوسه یې په لسګونو زره کسان وژلي دي په افغانستان کښې د واشنګټن بریاوې ګڼل کیږي .