د ایران او ۵+ډلې غونډه دې جوړه شي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تیرې جمعې په ورځې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه په چورلټ ملاتړ کولو سره ، د اسلامی ایران او چرمني او د ملګروملتو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو په شتون سره دیوې آنلاین غونډې د جوړولو غوښتنه کړې ده .
فارس خبری اژانس راپورورکړ د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف او د امریکا خارجه وزیر مائک پمپئو د ایران په باب د ماسکو دوړاندیز په هکله ټيلیفوني خبرې اترې کړي دي .
راپورښئ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تیرې جمعې په ورځې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه په چورلټ ملاتړ کولو سره ، د اسلامی ایران او چرمني او د ملګروملتو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو په شتون سره دیوې آنلاین غونډې د جوړولو غوښتنه کړې ده .
د امریکا د خارجه وزارت ویندوي د ایران او فارس خلیج د وروستیو بدلونونو دارزونې لپاره د دجامعې نړیوالې ایتمي موافقې له غړو سره یو ځاي د آنلاین غونډې دترسره کولو لپاره د ولادیمیر پوتین دپلان په غبرګون کې وئیلی دي ،امریکا باوري ده ، چې دملګروملتو امنیت شورا د ایران په ضد دوسلو د بندیز په باب د بحث لپاره ترټولو غوره ځاي دی .
د ایران په باب د روسیې د وړاندیز په اړه د امریکا اوروسیې د خارجه وزیرانو ټيلیفوني خبرې په داسې حال کې دي چې د ایران په ضد د وسلو دممنوعیّت دتمدیدولو لپاره د امریکا وړاندیزي پریکړه لیک په امنیت شورا کې ماته خوړلې او د امریکا د د سرزروي ډيپلوماسۍ په کاپۍ کې ئې یوه بله سپيره ماته ورته لیکل شوي ده . دملګروملتو په امنیت شورا کې دغه پریکړه لیک یوازې د امریکا او ډومینیکن د دوو مثبو رایو په مقابل کې د روسیې او چین په منفي رایو او دغه راز د یولس نورو غړو په سپینو رایو سره ناکام شوی چې د ملګروملتو په تاریخ کې دا د لومړي ځل لپاره د ا مریکا تر ټولو ستره اوبې شرمه ماته ده .