امریکا د میکانزم له لیندۍ استفاده نشي کولی
دملګروملتو په امنیت شورا کې د ایران په ضد دوسلو دبندیز دتمدیدولو لپاره د امریکا دوړاندیزي پریکړه لیک په ماتې پسې د امریکا د ولسمشر ټرمپ ،خارجه وزیر مایک پمپئو پشمول ددغه هیواد چارواکي د ایران په ضد دملګروملتو د درستو بندیزونو د بیرته ګرځولو لپاره د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د میکانزم د پابندۍ د فعالولو په لټه کې شوي دي .
جرمنی خبري آژانس راپورو ورکړی داروپائی اتحادئې دبهرني سیاست د مسئول جوزف بورل ویندوي وئيلي دي ، له جامعې نړیوالې موافقې د امریکا د وتلو او دغه راز ددغې نړیوالې موافقې په جوړښتونو اوفعالیت کې د هیڅ ډول ګډون نه کولو په دلیل واشنګټن ددغې نړیوالې ایټمي موافقې غړی نشي بلل کیدلی .
دملګروملتو په امنیت شورا کې د ایران په ضد دوسلو دبندیز دتمدیدولو لپاره د امریکا دوړاندیزي پریکړه لیک په ماتې پسې د امریکا د ولسمشر ټرمپ ،خارجه وزیر مایک پمپئو پشمول ددغه هیواد چارواکي د ایران په ضد دملګروملتو د درستو بندیزونو د بیرته ګرځولو لپاره د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د میکانزم د لیندۍ د فعالولو په لټه کې شوي دي .ډونالډټرمپ بیګا مدعی شوی چې راتلونکي اونۍ داسلامی ایران په ضد د ملګروملتو دب ندیزونو د بیرته احیاء دمیکانزم د فعالولو لپاره هڅه کوي .
ټاکل شوې ده چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس د ایران په ضد دملګروملتو د وسلو دپير پلور بندیزونه د روان کال په اکتوبر کې پاي ته ورسیږي .