سلام پر حسین،سلام پر محرّم ، سلام پر حرم
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92379-سلام_پر_حسین_سلام_پر_محرّم_سلام_پر_حرم
د تهران ریډیو درست کارکونکي د محرم الحرام دپاکې میاشتې په رارسیدا درستو پتمنو انسانانو په تیره بیا تاسو خوږو حسیني مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2020 00:05 Asia/Kabul

د تهران ریډیو درست کارکونکي د محرم الحرام دپاکې میاشتې په رارسیدا درستو پتمنو انسانانو په تیره بیا تاسو خوږو حسیني مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .

 سلام وي  پر هغه پاڅون د سوچه  محمدي اسلام  ئې  وژغورۀ، که د کربلا حماسه او د امام حسین علیه السلام غورځنګ او قیام نه وائ ، نو د  محمد اسلام او دین به هیڅ آثار  نه وو پاتې ، سلام وي د هغه بزرګوار پر باوفا ملګرو،پر هغو شهیداانو سلام  چې  دخدای عاشقان دي

سلام وي پر هغو سرښیندونکو چې د دالهي عشق په سمندر کې ډوب دي او پر هغو دې سلام وي ، خوشالي  اوآرامښت ئې په   عِندهُ رَبِهِم  یُرزَقون : کې دی  .  محرم راغی او د حسیني  حماسې مینه وال یو ځل بیا عزادار شوي  او پر درستو  د غم او ویر سیوری غوړیدلی دی .  نن د محرم دپاکې او مقدسې میاشتې لومړنۍ نیټه ده ،  هغه محرم  چې  د  اسلام پاک دین پکې ژغورل شوی او د د اسلام د ګران پيغمبر پاکه کورنۍ پکې قرباني ورکړې او اسیران شوي خو د محمدي اسلام بیرغ ئې نسکوریدا ته نه دی پریښی  ا و ان شا ا... دغه بیرغ به د امام الزمان  تر ظهور پورې هماغه شان رپیږي .

د تهران ریډیو درست کارکونکي د محرم  الحرام دپاکې میاشتې په رارسیدا درستو پتمنو  انسانانو په تیره بیا تاسو خوږو حسیني مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .