د امریکا حکومت باید اعتراض کونکو ته غوږ واچوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92582-د_امریکا_حکومت_باید_اعتراض_کونکو_ته_غوږ_واچوي
ایرنا خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هوا چونیینګ د امریکا د خلکو اعتراضونو ته د واشنګټن د حکومت د پام په ضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2020 06:32 Asia/Kabul
  • د امریکا حکومت باید اعتراض کونکو ته غوږ واچوي

ایرنا خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هوا چونیینګ د امریکا د خلکو اعتراضونو ته د واشنګټن د حکومت د پام په ضرورت ټینګار وکړ .

هغې نن په امریکا کښې د توکمپالنې پرضد د اعتراضونو ځپلو او د یوه(۱) اعتراض کونکي وژل کیدا ته په غبرګون کښې وویل ښه خبره دا ده چې واشنګټن د خلکو اعتراضونو ته غوږ واچوي او زیات وخت د هغوې د ژوند د ښه کولو لپاره ولګوي .

د چین د خارجه وزارت د ویاندې څرګندونې د امریکا د کورني امنیت د وزارت سرپرست وینا ته غبرګون دی چې په پورټلینډ ایالت کښې د توکمپالنې پرضد د مظاهرو د ځپلو په هکله یې ویلي وو د دغو  ناکراریو د ختمولو لپاره له ټولو لارو کار اخلي .

د پورټلینډ په شمول د امریکا بیلابیل ښارونه د روان میلادي کال د میې د میاشتې له پینځویشتمې (۲۵) نیټې راهسې د پولیسو په توکمیز کړچار باندې د اعتراض کونک د مظاهرو ډګرونه دي .