امریکا دنړیوالې ایټمي موافقې دله مینځه وړلولپاره هر یوکاري
د چین د خارجه وزارت ویندوئې د نړیوالې ایټمی موافقې د ګډ کمیشن دسه شنبې ورځې ناستې ته هم اشاره کړ ېاو وئيلي ئې دي ، چین او ددغې نړیوالې ایټمي موافقې نور درست غړي ، ددغې موافقې د ملاتړ په باب سره نزدې ارتباط او لیدتوګې لري .
د چین د خارجه وزارت ویندوئې هوآ چون یینګ بیګا د جامعې نړیولې ایټمي موافقې د کمزوري کولو لپاره د امریکا دهلو ځلو په محکوملو سره امریکا، ددغې نړیوالې موافقې په لاره کې د د رامینځةشوو ترینګلتیاؤ لامل وبلله .
هغې روښانه کړې ده ، واشنګټن د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې په اجرا کې دخنډ جوړولو او دترینګلتیاؤ د رامینځةکولو لپاره هیڅ هڅه نه ده سپمولي .
د چین د خارجه وزارت ویندوي همداراز د نړیوالې ایټمی موافقې د ګډ کمیشن دسه شنبې ورځې ناستې ته هم اشاره کړ ېاو وئيلي ئې دي ، چین او ددغې نړیوالې ایټمي موافقې نور درست غړي ، ددغې موافقې د ملاتړ په باب سره نزدې ارتباط او لیدتوګې لري .
د ۴+۱ډلې غړو هیوادونو لوړپوړي استازي دسه شنبې په ورځې د نړیوالې ایټمي موافقې دګډ کمیشن د شپاړسمې غونډې په چوکاټ کې په ویانا کې سره غونډ شول څو د امریکا د یواړخیز پالنو اوسرزوریو په وړاندې ددغې نړیوالې ایټمي موافقې د ساتلو لپاره بل ګام هم پورته کړي .