امریکا دنړیوالې ایټمي موافقې دله مینځه وړلولپاره هر یوکاري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92643-امریکا_دنړیوالې_ایټمي_موافقې_دله_مینځه_وړلولپاره_هر_یوکاري
د چین د خارجه وزارت ویندوئې د نړیوالې ایټمی موافقې د ګډ کمیشن دسه شنبې ورځې ناستې ته هم اشاره کړ ېاو وئيلي ئې دي ، چین او ددغې نړیوالې ایټمي موافقې نور درست غړي ، ددغې موافقې د ملاتړ په باب سره نزدې ارتباط او لیدتوګې لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2020 01:14 Asia/Kabul
  • امریکا دنړیوالې ایټمي موافقې دله مینځه وړلولپاره هر یوکاري

د چین د خارجه وزارت ویندوئې د نړیوالې ایټمی موافقې د ګډ کمیشن دسه شنبې ورځې ناستې ته هم اشاره کړ ېاو وئيلي ئې دي ، چین او ددغې نړیوالې ایټمي موافقې نور درست غړي ، ددغې موافقې د ملاتړ په باب سره نزدې ارتباط او لیدتوګې لري .

د چین د خارجه وزارت ویندوئې هوآ چون یینګ  بیګا د  جامعې نړیولې ایټمي موافقې  د کمزوري کولو لپاره  د امریکا  دهلو ځلو په محکوملو سره امریکا،  ددغې نړیوالې  موافقې په لاره کې د د رامینځةشوو ترینګلتیاؤ  لامل وبلله .

 هغې  روښانه کړې ده ،  واشنګټن  د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې  په اجرا کې  دخنډ جوړولو او دترینګلتیاؤ د  رامینځةکولو لپاره  هیڅ  هڅه  نه ده سپمولي .

 د  چین د خارجه وزارت ویندوي  همداراز د نړیوالې ایټمی موافقې د ګډ کمیشن دسه شنبې ورځې  ناستې ته  هم اشاره کړ ېاو وئيلي ئې دي ، چین او ددغې نړیوالې ایټمي موافقې نور درست غړي ، ددغې  موافقې د ملاتړ په باب سره نزدې  ارتباط  او لیدتوګې لري .

  د  ۴+۱ډلې غړو هیوادونو لوړپوړي استازي  دسه شنبې په ورځې د نړیوالې ایټمي موافقې  دګډ کمیشن د شپاړسمې غونډې په چوکاټ کې په ویانا کې سره غونډ شول څو  د امریکا د یواړخیز پالنو اوسرزوریو په وړاندې  ددغې نړیوالې ایټمي موافقې د ساتلو لپاره بل ګام  هم پورته کړي .