د ایران په ضد مو تر ټولو سخت بندیزونه لګولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92851-د_ایران_په_ضد_مو_تر_ټولو_سخت_بندیزونه_لګولي_دي
د فرانسې خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې د ایران دبندیزونو د بیرته ګرځولو لپاره د امریکا د هڅې په بې اعتباره کیدا باندې په ټينګار سره ، په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې د اروپا دګډ کړچار غوښتنه کړې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2020 09:19 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد مو تر ټولو سخت بندیزونه لګولي دي

د فرانسې خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې د ایران دبندیزونو د بیرته ګرځولو لپاره د امریکا د هڅې په بې اعتباره کیدا باندې په ټينګار سره ، په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې د اروپا دګډ کړچار غوښتنه کړې ده .

فارس خبری آژانس راپورورکړ  د امریکا د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس نن سهار وختي په یولړ څرګندونو کې مدعي شوی ، واشنګټن  له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې وتلو وروسته  د ایران په ضد تر ټولو سخت بندیزونه  لګولي دي .

مایک پنس  په هغه ویډیوئي څرګندونو کې  چې په ټویټر کې خپرې شوي ،  له ترهه ګرۍ د ایران د ملاتړ په ادعا سره  وئيلي دي ، په داسې حال کې چې پخواني حکومت  د ایران لپاره د نغدو پیسو پيکیجونه لیږدول ، ډونالډټرمپ  مونږ  له ایټمي موافقې ویستلو او  ایران باندې ئې تر ټولو سخت  بندیزونه ولګول .

 هغه  د خپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې ، د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د قدس ځواک د قوماندان سردار شهید قاسم سلیماني د ترور  دفرمان په صادرولو کې د ټرمپ د حکومت  ترهه ګر اقدام  هم ستایلی دی .حال دا چې  دټرمپ حکومت تر دې دمه نه دی توانیدلی  د جنرال سلیماني دترور حکم د امریکا خپلو داخلی قوانینو  ته په پام سره هم توجیه کړي.

په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي ، دفرانسې   خارجه وزارت بیګا دیوې  اعلامیې په خپرولو سره  د ایران په ضد د ملګروملتو د  بندیزونو دبیرته ګرځولو لپاره د امریکا هڅه بې اعتباره بللې ده .

  د فرانسې خارجه وزارت په دغې  اعلامیې کې د ایران دبندیزونو د بیرته ګرځولو لپاره د امریکا د هڅې  په بې اعتباره کیدا باندې په ټينګار سره ، په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې د اروپا دګډ کړچار غوښتنه کړې ده .

په دغې اعلامیې کې همداراز د اروپائي ټرائيکا یعني د فرانسې ،انګلستان ، او جرمني د خارجه وزیرانو  غونډې ته هم اشاره کړې ده چې د فرانسط  خارجه وزیر ژان  ایو لودریّن له نړیوالې ایتمي موافقې سره په ارتباط کې د اروپا د وروپسې ګامونمو په باب  په دغې غونډې کې جدي مشورې کړي دي .