د ایران په ضد مو تر ټولو سخت بندیزونه لګولي دي
د فرانسې خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې د ایران دبندیزونو د بیرته ګرځولو لپاره د امریکا د هڅې په بې اعتباره کیدا باندې په ټينګار سره ، په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې د اروپا دګډ کړچار غوښتنه کړې ده .
فارس خبری آژانس راپورورکړ د امریکا د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس نن سهار وختي په یولړ څرګندونو کې مدعي شوی ، واشنګټن له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې وتلو وروسته د ایران په ضد تر ټولو سخت بندیزونه لګولي دي .
مایک پنس په هغه ویډیوئي څرګندونو کې چې په ټویټر کې خپرې شوي ، له ترهه ګرۍ د ایران د ملاتړ په ادعا سره وئيلي دي ، په داسې حال کې چې پخواني حکومت د ایران لپاره د نغدو پیسو پيکیجونه لیږدول ، ډونالډټرمپ مونږ له ایټمي موافقې ویستلو او ایران باندې ئې تر ټولو سخت بندیزونه ولګول .
هغه د خپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې ، د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د قدس ځواک د قوماندان سردار شهید قاسم سلیماني د ترور دفرمان په صادرولو کې د ټرمپ د حکومت ترهه ګر اقدام هم ستایلی دی .حال دا چې دټرمپ حکومت تر دې دمه نه دی توانیدلی د جنرال سلیماني دترور حکم د امریکا خپلو داخلی قوانینو ته په پام سره هم توجیه کړي.
په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي ، دفرانسې خارجه وزارت بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران په ضد د ملګروملتو د بندیزونو دبیرته ګرځولو لپاره د امریکا هڅه بې اعتباره بللې ده .
د فرانسې خارجه وزارت په دغې اعلامیې کې د ایران دبندیزونو د بیرته ګرځولو لپاره د امریکا د هڅې په بې اعتباره کیدا باندې په ټينګار سره ، په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې د اروپا دګډ کړچار غوښتنه کړې ده .
په دغې اعلامیې کې همداراز د اروپائي ټرائيکا یعني د فرانسې ،انګلستان ، او جرمني د خارجه وزیرانو غونډې ته هم اشاره کړې ده چې د فرانسط خارجه وزیر ژان ایو لودریّن له نړیوالې ایتمي موافقې سره په ارتباط کې د اروپا د وروپسې ګامونمو په باب په دغې غونډې کې جدي مشورې کړي دي .