د واشنګټن ورانکار اقدامات نړیوال ثبات کمزوري کوي
امریکا د ملګروملتو د پریکړه لیک په خلاف ورزۍ سره له دغې نړیوالې ایټمي موافقې وتلې او پر اخلاقي ،سیاسی او ډيپلوماټيکو اصولو ئې سترګې پټې کړي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ د روسیې خارجه وزیرسرګئ لاؤروف په ماسکو کې دچین له خارجه وزیریانګ یی سره نن په ګډ خبری کنفرانس کې د امریکا ورانکارو او ترینګلو او تاؤتریخجنو اقداماتو ته په اشارې سره وئیلي دي،د واشنګټن ویجاړونکي اقدامات درست نړیوال ثبات او کراری له مینّځه وړي .
د روسیې خارجه وزیر د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د نابودولو لپاره د امریکا هلوځلو ته په اشارې سره هم وئيلي دي،دروسیېاو چین پشمول د امنیت شورا زیاترهغړي د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د کمزوري کولو او له مینځه وړلو لپاره د امریکا له هلو ځلو سره مخالف دي .
لاؤروف وئيلی دي،امریکا د ملګروملتو د پریکړه لیک په خلاف ورزۍ سره له دغې نړیوالې ایټمي موافقې وتلې او پراخلاقي ،سیاسی او ډيپلوماټيکو اصولو ئې سترګې پټې کړي دي .