ترکیې کښې د کرونا واکسینیشن پیل شو
له کرونا وایرس د مقابلې لپاره د چین د جوړ واکسن وړومبنې ازمیښت په ترکیه کښې د درملیز سټاف په ۱ زر ۲۰۰ کسانو باندې ترسره شو.
له کرونا وایرس د مقابلې لپاره د چین د جوړ واکسن وړومبنې ازمیښت په ترکیه کښې د درملیز سټاف په ۱ زر ۲۰۰ کسانو باندې ترسره شو.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د ترکیې د حاجت تپه پوهنتون د علومو د اکاډمۍ غړي مراد آکوا وویل: په دنیا کښې ۹ واکسینه دریمې کاري مرحلې ته رسیدلې دي چې ټاکل شوې په ترکیې کښې ۱۳ زرو کسانو ته د چین جوړ واکسن ووهلې شي.
هغه وویل: کوم واکسین چې نن تزریق کیږي، ۱۴ ورځې پس به بیا هم دغو کسانو ته ووهلې شي او که په ناروغانو کښې بیا هم د کرونا علامې ولیدې شي نو بیا به بله لاره غوره کوو.
له دې مخکښې د برازیل، اماراتو، انډونیشیا او بنګله دیش په شمول څه باندې ۱۰ زرو کسانو ته دغه چیني واکسن وهل شوې دی.
په ترکیې کښې د کرونا له امله د مړو شمیر کابو ۴ زره او ۱۰۰ کسانو ته رسیدلې دی.