د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو. نو هیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ .
دا هم د تهران چاپ ورځپاڼو په سرکې کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي،د ایران د اسلامی جمهوریت د کرهڼيز جهاد د وزارت د اعلامیې په اساس د هیواد درست کرهڼیزېاو زراعتی اړتیاوې په د اخل کې تامینیږي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي،دعراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي په یولړ څرګندونو کې په ډاګه وئيلي دي ، ځيني غواړي له اسلامی ایران سره د مونږ اړیکې خرابې کړي .
د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ د شخړې له اتو ورځو وروسته دغه شخړې نوره هم سختې شوي او وروستی راپورونه ښئ چې د دواړو هیوادونو پوځونو د یوه بل پر ښارونو هم توغندوي حملو ته مخه کړې ده .داپه داسې حال کې دي چې ډیری سیمه ایز او نړیوال شناندي اوکارپوهان وائي د ارمنستان او آذربایجان جمهوریت ترمینځ دشخړو د سختولو او پراخولو لپاره دریم لاس په کار شوی او که د دواړو هیوادونو لوړپوړي چارواکي او سیمه ایز هیوادونه په خود کې نشي ، نو ممکنه ده دغه جنګ جګړې او شخړې نوره سیمه هم سره ښکیله او د تباهۍ په لور وکاږي
د مصر د الازهر پوهنتون د اسلامی مرکز په اعلامیې کې د اسلام د پاک دین په باب د فرانسې د ولسمشر آمانویل ماکرون په څرګندونو سخت غبرګون ښودلی او ټينګار ئې کړی،د اسلام د پاک دین په اړه د آمانوئل ماکرون دغه څرګندونې توکمپالې او سپکې دي اود میلیارډونو مسلمانانو احساسات ئې داغي کړي دي،د ماکرون مطرح شوي تورونه چټياو باطل دي او د اسلام له پاک دین سرهاو ددغه سوچه دین له واقعیّت سره هیڅ اړه نه لري،باید لویدیځي چارواکي دې د خپلو څرګندونو په باب هوښیار ووسي .
د عراق یوه خبري چینل ایشواکړې،د داعش په ضد تش په نامه نړیوال ائيتلافچې امریکا ئې قومانده په غاړه لري،دعراق د کردستان سیمې د اربیل ښار په شاوخوا کې د ایرانی ضد وسلوالو ترهه ګرو روزنې ته دوام ورکوي .
د امریکا د ولسمشر او دهغې د ماندنې په کرونا د ککړتیا او د دوي د جسمي وضعیّت په باب ضد ونقیض راپورونه خپرۀ شوي دي . دسپینې ماڼۍ مسئولان وائي ، دډونالډټرمپ وضعیّت په ښه کیدو دی خو د امریکا زیاتره خبری رسندوئې او سیاسی ټولنې وائي د ټرمپ حالات تر ډیره حده د ترینګلتیا په لور روان دی .
داهم د تهران رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل سایټ کې ئې لیکلي دي ،د سورئې ولسمشر بشار اسد په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، سوریه دخپلو داخلی معاملو اوثبات په باب هیڅکله هم سازباز نه کوي ، امریکا غواړي سوریه وویشي ، خو دغه خوب به ئې هیڅکله هم پوره نشي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،وروستي راپورونه ښئ د ارمنستان او اذربایجان جمهوریت تر مینځ جنګ په پراخیدو دی او وئيل کیږي د دواړو خواؤ پوځو نو اوعامو خلکو ته ډيرې زیاتې مرګ ژوبلې اوښتي دي او دا هم وئيل کيږي ، چې د آذربایجان جمهوریت پوځ په ځينو سیمو کې پرمختګ کړی او یو شمیر سیمې ئې له ارمنستاني پوځیانو آزادې کړي دي . د اپه داسې حال کې دي چې د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني د دواړو هیوادونو له ولسمشرانو سره په ټيلیفوني تماسونو کې ټينګار کړی ، جنګ جګړې د یوې مسئلې هم حل نه دی او باید د خبرواترو او ډيپلوماټيکو لارو په وسیله خپل مینځي شخړه هواره کړي، ځکه چې سیمه د نورو جنګونو د زغملو توان نه لري او دسیمې دتباهۍ لامل ګرځي .
دسعودي عربستان خبری سرچینو ایشواکړې ده د آل سعود رژيم په بندونو کې درې ایتوپیائيبندیان تردې حده شکنجه شوي چې بلاخره خپل ژوند ئې له لاسه ورکړی او د بندونو مسئولان هڅه کوي داسې وبریښوي چې ګواکې دوي خودکشي کړې ده .
د افغانستان په ننګرهار کې په کار بم چاودنې کې کابو پنځلس کسان وژل شوي او څه دپاسه دیرش نور هم ټپیان شوي دي .
په تهران کې د روسیې سفیر لوران جاګریّن وئيلي دي د امریکا ئي واکوالانو دروغ او کرغیړن اقدامات تردې حده رسیدلي چې د روسیې او ایران په شمول زیاتره هیوادونه پر امریکا بې اعتماده شوي او په ډيرو پيښو کې پرې هیڅکله هم اعتماد نشي کیدلی ځکه دوي هم دروغ وائي او هم له خپلو ژمنو په شا کیږي .
د سورئې پوځ او د مقاومتي چورلیز ځواکونو په الحسکه او دیروالزور ولایتونو کې له تکفیری ترهه ګرو یو شمیرنوره سیمې هم پاکې کړي او د دوي په سترو وسلو سنبال لسګونو ګاډي ئې هم تباه کړياو دغه راز ئې زیاتې مرګ ژوبلې هم وراړولي دي .
د قطر په دوحې کې د افغانستان دحکومتي استازو او طالبانوډلې ترمینځ دبین الافغاني خبرواترو پر ایجنډا هماغه راز مشورې دوام لري،خو ډیری شناندي او کارپوهان وائي د سولې هغو خبرواترو ته به څه هیله ولرل شي ، چې یوازې د ایجنډا په برابرولو ئې څو اونۍ وخت لګیږي او په دغې دوران کې د افغانانو وینه لازیاته بهیږي .
د پاکستان په کراچۍ او د پنجاب صوبې په ځينو برخو کې دزیاتو ورښتونو له امله زیات شمیر خلک بې کوره شوي او وئيل کیږي ، چې د سیل له امله ډيرې مځکې هم اوبو وړي دي .
دافغانستان په ځینو سیمو کې هم ورښتونو او سیل ډیرې کرهڼيزې مځکې تباه کړي او دغه راز ئې دځينو کلو په سلګونو ډنګر هم وړي دي .
دا هم د تهران چاپ قدس ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ، امریکا هماغه راز د کرونا ویروس ځپلو هیوادونو په سر کې ده او وئيل کیږي ، چې په دغه هیواد کې تر دې دمه په کروناویروس د ککړو کسانو شمیر اوه میلیون درې لکه شل زرو زیات شوی او او دغه راز له دغو کسانو کابو دوه لکه یولس زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . له دې سره په یووخت وئيل شوي چې راتلونکي دوه ورځې په کرونا ویروس د ککړ امریکائي ولسمشر ډونالډټرمپ د وضعیّت په باب چې په زیاترو موردونو کې ماسک اچولو ته هیڅ اهمیّت نه ورکاوۀ، ډیرې مهمې دي دا هم وئيل شوي چې ټرمپ پخپل یوه ویډیو ئي پیغام کې ( چې وئيل شوي دي ځیني ګوتې هم پکې وهل شوي دي ) وئيلي دي ، ډير زر به سپینې ماڼۍ ته بیرته ستون شي او خپل انتخاباتي کمپيّن ته به په قدرت سره دوام ورکړي .
دغې ورځپاڼې د روئيټرز خبری اژانس له قوله راپور ورکړی ، په ملګروملتو کې د چین د نمایندګۍ په یوې اعلامیې کې له امریکا سره د چین د اړیکو په باب دغه هیواد یعني امریکا په دروغو تورنه شوي او ددغه هیواد دروغ وئيل او له ژمنتیاؤ په شا کیدل ئې دځنګل دقانون په لور د نړۍ کاږل بللي دي .
اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .
د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره حده کوېت او قطر ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او هندوستان ته د عبدالله عبدالله د سفر او په افغانستان کې د وروستیو هدفي وژنو او د پېښو په زیاتوالي مقالې او تبصرې لیکلې دي.
هشت صبح ورځپاڼې قطر ته د افغان ولسمشراشرف غني د سفر او د سولې په وړاندې په پرتو خنډونو مقاله خپره کړې ده.
ورځپاڼې لیکلي دي ، کوېت او قطر ته د ښاغلي اشرف غني دا سفر داسې مهال کېږي چې اوسمهال په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمینځ خبرې اترې په ټپه ولاړ حالت ته رسېدلې دي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې که څه هم د دغه پروسې د چټکتیا لپاره د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم قطر ته رسېدلي، خو په روانو خبرو کې ښکاره مثبت اغېز نهښکاري.
د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې هڅه کېږي چې د غني د دې سفر په پایله کې پر طالبانو د اوربند د منلو فشارونه زیات شي.
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا هند ته د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د مشر عبدا.... عبدا...په مشرۍ د افغان پلاوي سفر ته اشاره کړې او لیکلي ئې دي چې دا سفرونه د افغان سولې په برخه کې د سیمهییزې اجماع د رامینځته کېدو په هدف ترسره کېږي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې ښاغلي عبدا...له ډېلي وړاندې اسلاماباد ته هم سفر کړی وو څو پاکستاني چارواکي اړ باسي چې پر طالبانو فشارونه زیات کړي.
د سرمقالې لیکوال لیکي، هند ته د ښاغلي عبدا.... سفر داسې مهال پیلېږي چې اسلاماباد بار بار ډېلي تورن کړی چې په افغانستان کې د سولهییزو هڅو مخنیوی کوي، خو ورځپاڼه لیکي اسلاماباد باید د افغان سولې په برخه کې عملي اقدامات وکړي او لکه د تېر په څېر په ژمنو وخت تېری ونهکړي.
د مقالې لیکوال باور لري چې اوسمهال افغان حکومت د سولې لپاره پوره زمینه برابره کړې، خو د سیمهییزې اجماع د رامنځته کېدو لپاره د افغان پلاوي دا سفرونه ګټورې پایلې ورکولای شي.
دنیا ورځپاڼې بیا په افغانستان کې وروستۍ هدفي وژنې دردوونکې بللي او لیکلي يې دي، دا د دې ښودنه کوي چې په افغانستان کې د کدرونو د وژلو او له صحنې د لیرې کولو لړۍ په جدیت روانه ده.
وړاندې لیکل شوي چې په دوحه کې د سولې له خبرو سره هممهاله د هدفي وژنو بریدونه هم په شدت روان دي او دې کار افغانان ناهیلي کړي دي.
د سرمقالې لیکوال اندېښنه ښودلې چې د هدفي وژنو له وېرې ګڼ شمېر بانفوذه، مشهور او نوموتي شخصیتونه له هېواده د وتلو په حال کې دي.
د ورځپاڼې له مخې د سرمقالې لیکوال د افغانستان له امنیتي بنسټونو غوښتنه کړې چې د خلکو امنیت ساتليې دنده ده او باید په دې هېواد کې د هدفي وژنو او ترورېستي پېښو مخه ونیسي.