په بغداد کې د امریکې په اډې توغندي برید
Oct 06, 2020 02:21 Asia/Kabul
د امریکا په دوه اډو باندې توغندي بریدونه شوي دي
صابرین ویبپاڼې لیکلي چې په عراق کې د امریکا په دوه اډو باندې توغندي بریدونه شوي دي، دغې ویبپاڼې زیاته کړې، چې دغه راکټیز بریدونه په بغداد کې د ویکټوریا په نامه اډه کې دننه او د امریکا سفارت ته څېرمه پر التوحید اډې باندې لګېدلي دي.
د یادو توغندیو بریدونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه راپور کې څه نه دي ویل شوي، خو العربیه شبکې د عراقي چارواکو له قوله ویلي، چې شوي بریدونه ځاني زیان نه لري.
ټیګونه