په ايران، روسيې او چين د امريکې بيا تور لګونه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93393-په_ايران_روسيې_او_چين_د_امريکې_بيا_تور_لګونه
واشنګټن يو ځل بيا بې له څه سند او ثبوت وړاندې کولو د ايران اسلامي جمهوريت، روسيه او چين د امريکې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د مداخلت لپاره په کوشش کولو تورن کړل.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 07, 2020 06:19 Asia/Kabul
  • په ايران، روسيې او چين د امريکې بيا تور لګونه

واشنګټن يو ځل بيا بې له څه سند او ثبوت وړاندې کولو د ايران اسلامي جمهوريت، روسيه او چين د امريکې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د مداخلت لپاره په کوشش کولو تورن کړل.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې دامريکې د کورني امنيت وزارت پرون په يو رپوټ کښې ادعا وکړه چې د ايران اسلامي جمهوريت، روسيه او چين د امريکې د روان ميلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمزوري کولو په لټه کښې دي.

د ډونالډ ټرمپ حکومت له دې مخکښې ايران، روسيه او چين د امريکې په انتخاباتو کښې په لاسوهنې تورن کړي وو.

د ايران اسلامي جمهوريټ ، روسيې او چين تر اوسه په ځلونو دغه چټي تور رد کړے دے.

زياتره کارپېژاندي باوري دي چې واشنګټن د ايران، روسيې او چين په تورنولو سره د امريکې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې ډونالډ ټرمپ ته د راې ورکولو لپاره د امريکې د خلقو د نظر د بدلولو کوشش کوي.