ټرمپ امریکاپه نړۍ کې منزوي کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93421-ټرمپ_امریکاپه_نړۍ_کې_منزوي_کړې_ده
امریکائي سناتورې د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک د وخت دقوماندان جنرال قاسم سلیماني په ترور کې د امریکائي پوځیانو په اقدام په نیوکو سره ووئيل ، د ایران غبرګون امریکائي پوځيانو ته د ذهني توازن د ګډوډيدا لامل شوی په داسې حال کې چې ډونالډټرمپ ددغې موضوع له منلو انکار کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2020 10:16 Asia/Kabul
  • ټرمپ امریکاپه نړۍ کې منزوي کړې ده

امریکائي سناتورې د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک د وخت دقوماندان جنرال قاسم سلیماني په ترور کې د امریکائي پوځیانو په اقدام په نیوکو سره ووئيل ، د ایران غبرګون امریکائي پوځيانو ته د ذهني توازن د ګډوډيدا لامل شوی په داسې حال کې چې ډونالډټرمپ ددغې موضوع له منلو انکار کوي .

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ د امریاک د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ډيموکراټيک او ریپبلیکن ګوندونو د مرستیالانو په  مناظرې کې  پر یوه بل لوري سخت ټکونه او  سپکې سپورې وئيل شوي دي .

 په دغو انتخاباتو کې د ډيموکراټيک ګوند  د کاندید مرستیالې  کامل هریس  له مایک پنس سره په دغې مناظرې کې  وئيلي دي ،  د یواړخیز پال  او منزوي کونکي کړچار په خاطر ، له جامعې نړیوالې ایتمي موافقې وتلی یوو ، چې  امریکا ورسره په نړۍ کې لازیاته منزوي شوې ده .

 کاملاهریس  همداراز  دکرونا ویروس دلازیاتې خوریدا په باب  هم  د ټرمب د حکومت په کړچار په نیوکو سره وئیلي ، دامریکا  ولس  دحکومت د ترټولو سترې ناکامۍ شاهد دی .

 دغه امریکائي سناتورې د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو  دقدس ځواک د وخت دقوماندان جنرال قاسم سلیماني په ترور کې د امریکائي پوځیانو  په اقدام په نیوکو سره ووئيل ،  د ایران غبرګون امریکائي پوځيانو ته د ذهني توازن د ګډوډيدا  لامل شوی  په داسې حال کې چې ډونالډټرمپ  ددغې موضوع له منلو انکار کوي .

 هغې په امریکا کې دتوکمپالنې  او دغه راز  د پورپوستو په ضد دپولیسو د ځيږ چلند په باب  هم د امریکائي تورپوستي ښاریز جارج  فلویډ  په مرئ د وسلوال سپین پولیس پولیس د زانګون  کیښودو ته په اشارې سره  چې  د هغه د وژل کیدا لامل  شوي ، ووئيل  امریکائي ولس لاریونونه وکړل څو په بې عدالتۍ اعتراض وکړي ، خو پولیسو په سخته وځپل چې  امریکا ئې په نړۍ کې وشرموله .