په قره باغ سیمه کښې د اووربند احتمال زیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93449-په_قره_باغ_سیمه_کښې_د_اووربند_احتمال_زیات_شوی
په قره باغ سیمه کښې د اووربند احتمال زیات شوی زمونږ خبریال وايي د فرانسې د ولسمشر دفتر په قره باغ سیمه کښې د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان ترمینځ د اووربند د ټینیګید د احتمال خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2020 01:06 Asia/Kabul
  • په قره باغ سیمه کښې د اووربند احتمال زیات شوی

په قره باغ سیمه کښې د اووربند احتمال زیات شوی زمونږ خبریال وايي د فرانسې د ولسمشر دفتر په قره باغ سیمه کښې د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان ترمینځ د اووربند د ټینیګید د احتمال خبر ورکړ .

الیزه ماڼۍ وویل په قره باغ سیمه کښې نن د اووربند د ټینګیدا احتمال شته .

د فرانسې د ولسمشر دفتر وویل په قره باغ سیمه کښې ښکیلې خواوې د اووربند د ټینګیدا په لور د حرکت کولو په حال کښې دي .

له تیرو څو ورځو راهسې د روسیې په شمول بیلابیل هیوادونه په قره باغ سیمه کښې د اووربند د ټینګیدا لپاره هڅه کوي چې د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان ترمینځ خبرې پیل شي .

د روسیې خارجه وزارت پرون په سیمه کښې د کړکیچ د حل په زمینه کښې د سلامشورې لپاره ماسکو ته د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان د خارجه وزیرانو د وربللو خبر ورکړ .

د روسیې لومړی وزیر میخائیل میشوستین هم پرون د ارمنستان هیواد پلازمینې ایروان ته ورسید چې د دغه هیواد له چارواکو سره د تاوتریخوالو د کمولو او د اووربند په زمینه  کښې سلامشوره وکړي .