افغانستان کښې د لوږې خطر زیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93454-افغانستان_کښې_د_لوږې_خطر_زیات_شوی
تسنیم خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د خواړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي ( World Food Programme) په افغانستان کښې د میلیونو خلکو د لوږې د خطر په هکله خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2020 01:52 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د لوږې خطر زیات شوی

تسنیم خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د خواړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي ( World Food Programme) په افغانستان کښې د میلیونو خلکو د لوږې د خطر په هکله خبرداری ورکړ .

د خواړو د  نړیوال پروګرام ویاند وحید الله ماني پرون په کابل کښې وویل د روان میلادي کال په لومړیو کښې د افغانستان څه د پاسه دولس (۱۲) میلیونه خلک د خوراکي شیانو د امنیت له نلرلو سره مخ وو  خو د شمیرنو پراساس د کورونا ویروس په پیلیدا او ناامنیو سره له دغو دولسو (۱۲) میلیونو کسانو سره درې (۳) میلیونه نور کسان  هم ورزیات شول .

په عین حال کښې د ماشومانو د ژغورنې نړیوال صندوق د کورونا ویروس خپریدا ته په اشارې سره په یوه (۱) راپور کښې وویل په راتلونکو میاشتو کښې به د افغانستان کابو اوه(۷) اعشاریه درې(۳) میلیونه ماشومان د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ شي .

د ماشومانو د ژغورنې د صندوق د افغانستان دبرخې مدیر تیموتي بیشاپ وویل که چیرې د نړۍ هیوادونه په اوسنیو شرایطو کښې کوم اقدام ترسره نکړي کورونا ساري ناروغۍ به په افغانستان کښې د زیاتې لوږې او د ناروغیو او د مړینې سبب شي .

دغه راپور وايي په افغانستان کښې د کورونا ویروس په وخت کښې د خوراکي شیانو بیې زیاتې شوي دي او ډیرې کورنۍ د خوراکي موادو په اخیستلو کښې له مشکل سره مخ دي .

له کورونا ویروس څخه مخکې هم افغانستان د ماشومانو لپاره په دنیا کښې د یوه(۱) خطرناک ځای په توګه پیژندل شوی و .