د بیوزلۍ د جرړه ویستلو نړیواله ورځ
د لومړنیواړتیاودرلودل ، د هر ښاریز حق دې او حکومتونه ژمن دي د خپل هیواد د خلکو د لومړنیو اړتیاو د تامینولو په لړ کی هڅه وکړی. نو ځکه کله چی د هیواد د خلکو پراخه پرګنه په بیوزلۍ کې ژوند کوی نو دا ښی چی د هغه هیواد اداری سیسټم له کړکیچ سره مخامخ شوی دی
نن د اکتوبر ۱۷ نیټه چی د تلې له ۲۶ سره برابره ده ، د بی وزلۍ د جرړه ویستلو نړیواله ورځ ده . په ۱۹۸۷ میلادی کال کې په پاریس کې څه د پاسه یو لک کسانو غونډه جوړه کړه . هغوی دا غونډه د بیوزلۍ ، تاوتریخوالی او لوږې د قربانیانو په ملاتړ کې ترسره کړی وه او د بیوزلۍ مسلې ته یې د زیات پام غوښتنه کوله ، همداراز د هغوی له نظره بیوزلی د بشری حقوقو خلاف ورزی وه او په دغه غونډه کې یې دغې موضوع ته د نړیوالې ټولنې د زیات پام او توجه غوښتنه وکړه . له هغه وروسته هرکال دهر مذهب او توکم خلک د اکتوبر په ۱۷ راغونډیدل تر څو له بی وزلو سره خپل پیوستون وښی . په دې ډول د ملګرو ملتو عمومی اسمبلۍ په ۱۹۹۲ میلادی کال کی دغه ورځ د بیوزلۍ له جرړه ویستلو سره د مبارزې نړیواله ورځ اعلان کړه او له ټولو هیوادونو یې وغوښتل چی په دې لړ کی هڅه وکړی . په دغه ورځ هڅه کیږی چی دغې پراخې او نړیوالې مسلې ته د نړۍ د هیوادونو پام زیات جلب کړی او په دغه مسله ټینګار وشی چی د پایداره راتلونکی لپاره له بیوزلۍ او توپیر سره مبارزه ضروری ده او ملګری ملتونه د بیوزلۍ د جرړه ویستلو لپاره د خپلو هڅوپه دوام کې هرکال یو شعار په نظر کی نیسی تر څو د نړۍ هیوادونه په دې لړ کی ګامونه پورته کړی او د بیوزلۍ له جرړه ویستلو سره د مقابلې لپاره کوټلی او غږمله اقدامات ترسره کړی . د سږکال ۲۰۲۰ لپاره خوښ شوې شعار ، د ټولو لپاره د چاپیریال او اجتماعی عدالت ته د رسیدا لپاره له یوه بل سره ملګرتیا ، دې .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
بیوزلۍ یو له هغو مفاهیمو ده چی انسانی ټولنه ورسره ښکیله ده ځکه د بیوزلۍ د رامینځته کیدا دلایل ډیر پراخ دي چی پکې طبیعی عواملو لکه وچکالۍ ، طبیعی بلاګانې ، انسانی عوامل لکه جنګونه ، اقتصادی او اداری فساد او نورو دیرو موردونو ته اشاره کیدلې شی . بیوزلی په بیلابیلو شکلونو هم تعریف کیږی . په تر ټولو عمومی تعریف کی ، د اساسی انسانی اړتیاو نیشتوالې لکه خوړه ، روغتیایی څارنې ، د څښاک اوبو نیشتوالې و جامې او کور نیشتوالی ته مطلقه بیوزلۍ وایی . خو کله چی خلک د دغو اړتیاو په تامینولو کې پراخ یا محدود کمښتونه ولرلې شی ، له نسبی بی وزلۍ سره محامخ بو چی تعریف یې په هر هیواد کې متفاوت کیدلې شی .
د لومړنیواړتیاودرلودل ، د هر ښاریز حق دې او حکومتونه ژمن دي د خپل هیواد د خلکو د لومړنیو اړتیاو د تامینولو په لړ کی هڅه وکړی. نو ځکه کله چی د هیواد د خلکو پراخه پرګنه په بیوزلۍ کې ژوند کوی نو دا ښی چی د هغه هیواد اداری سیسټم له کړکیچ سره مخامخ شوی دی او په کمزوری اقتصادی ودې سره چی غه هیواد سره مخامخ شوی دی ، د هیواد د ښاریزو حیاتی حقوق یې په خطر کی اچولی دي .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د کارپیژاندو له نظره اقتصادی بیوزلی د اجتماعی تاوانونو او مشکلاتو یو مهم عامل دی ځکه چی سبب کیږی د ټولنې د بیلا بیلو پرګنو ترمینځ واټن رامینځته شی او دغه پرګنیز واټن ډیر مشکلات رامینځته کوي .
په ټولنه کی زیات اقتصادی واټن سبب کیږی وګړی حس کړی چی په بیا بیلو دنیاګانو کی ژوند کوی . دا چاره د ټولنې د بیلا بیلو پرګنو ترمینځ د ناسالم ارتباط او اجتماعی بی باورۍ زمینه برابرونکی ګرځی . په حقیقت کې بیوزلی او بیکاری په هره ټولنه کی د اجتماعی تاوانونو په زیاتیدا کی ټاکونکې رول درلودلی شی ، په دې ډول چی ډیر ټولن پیژاندی دغه دوه عوامل د اجتماعی تاوانونو د مور په توګه بولی . د یادولو ده چی اجتماعی تاوانونه سبب کیږی تر څو د یوې ټولنې هویت او ماهیت داغی شی ، له دې امله که درملنه یې ونشی ، نو داسې ټولنه د وخت په تیریدا سره له مینځه ځی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««
په کلی ډول بیوزلی د سلامتیا د کمزورتیا ، د مړینې د زیاتیدا ، روانی ناروغیو ، تحصیلی ماتو ، جرمونو او د درملو د استعمال په شمول له ډیرو اجتماعی تاوانونو او او مسلوسره معنا لرونکې ارتباط لری . له دې امله شاید ویلی شو چی بیوزلی په ذاتی توګه یو اساسی او ستر مشکل دی چی نور ډیر مشکلات او ګډوډۍ ترې رامینځته کیږی . البته دا موضوع په دې معنا نده چی هغه ټول کسان چی د بیوزلۍ له کرښې تیټ ژوند کوی ، د ټولنې لپاره مشکل جوړونکی دي خو حقیقت دا دې چی بیوزلی د اجتماعی تاوانونو د رامینخټه کیدا زمینه جوړونکی کیدلی شی که څه هم پخپله د اجتماعی تاوان په معنا ندی ځکه چی په ډیرو ټولنو کی ډیر بیوزله کسان ژوند کوی چی نه یوازې د ټولنې لپاره تاوانی ندي بلکې ځینې د اجتماعی هدفونو په پرمختګ کې مثبتې اغیزې لری . دلته ده چی د بیوزلۍ جرړه ویستل خپل اهمیت ښی او د ټولو لپاره د چاپیریال او اجتماعی عدالت ته د رسیدا لپاره له یوه بل سره ملګرتیا شعار ، معنا پیدا کوی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
د بیوزلۍ د جرړه ویستلو د نړیوالې ورځې په توګه د ۱۹۹۲ م کال د اکتوبر ۱۷نومولو وروسته دهیوادونو او نړیوالې ټولنې لخوا د بیوزلۍ د جرړه ویستلو لپاره ډیرې هڅې شوی دي او دا هڅه ډیرې ارزښتمنې دی . د بیلګې په توګه د هڅې په دغو کلونو کې د ختیځې اسیا او جنوب ختیځې اسیا په ډیرو هیوادونو کې د بې وزلۍ په کمولو کی اوڅاره پرمختګ شوی دی ، خو له دغو هڅو سره سره تراوسه د افریقا دښتې د جنوب په شمول د نړۍ په ځینو برخو کی شرایط ډیر ګډوډ دي تر دې چی د دغې سیمې د خلکو ۴۲ فیصده نفوس د بیوزلۍ کرښې ټیټ ژوند کوی . د ملګرو ملتو د خوړو د نړیوال پروګرام د شمیرنو په اساس په نړۍ کې کابو ۷۹۵ میلیون خلک د خوړو د کمښت او لوږې له امله کړیږی . په افریقا کی څه د پاسه ۱۵۰ کسان زده کړو ته لاس رسی نلري چی له بده مرغه په اسیا کې د دغو کسانو شمیر ۴۷۲ میلیون کسانو ته رسی . نن سبا د اساسی پوهو نه درلودل ، اینټرنیټ ته نه لاس رسی او حتی په دوهمې ژبې نه پوهیدل یو ډول بیوزلی حسابیږی . په حقیقت کی دا ټول هغه مسایل دي چی د نړۍ مرستندویه ادارې غواړی چی انسانی ټولنې ورته پام وکړی او د خلکو د بیوزلۍ ، توبیرونو او مشکلاتو په لیری کولو کګې ورته پام وکړی .
په دې اساس ضروری ده چی د نړۍ هیوادونه له بیوزلۍ سره پریکنده مبارزه وکړی او د خلکو د مشکلاتو او توبیرونو په لیری کولړ کی کوشش وکړی او د هغو خلکو له ظرفیته چی بیوزله دي ، زیاته استفاده وکړی تر څو د ټولنې د پرګنې هر وګړی لپاره سالم چابیریال او اجتماعی عدالت برابر شی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
له بیوزلۍ سره مبارزه پر حکومتونو سربیره د هر انسان اخلاقی او انسانی دنده هم ده ، د ټولنې ټولې پرګنې باید په سمو مرستو سره د یوه بل ضرورتونه چی یوازې مادی اړتیاوې هم ندي ، د ښې ټولنې د جوړولو لپاره اغیزمن رول وللرلې شی .
د اسلام په سپیڅلی دین کی هم په ټولنه کی د بیوزلۍ د جرړه ویستلو موضوع ته ډیر پام شوی دی . په قران کریم کی له بیوزلو سره مرستې نه کول د وګړیو د بی دینۍ نښه بلل شوی ده . د سورې ماعون له یوه تر دریم ایت کی راغلی دی ، أَرَأَيْتَ الَّذِي يُكَذِّبُ بِالدِّينِ فَذَلِكَ الَّذِي يَدُعُّ الْيَتِيمَ وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ .ایا هغه کس چی د جزا ورځ دروغ بولی ، لیدلی دې ، دا هماغه کس دی یتیم په زوره شړی او بینوا ته خوړو ورکولو ته نه هڅوی .
په دغو ایتونو کې د دین د تکذیب یوه نښه دا ده چی انسان د بیوزلو د بیوزلۍ او محرومانو په وړاندی بی پامه وی او د مسولیت احساس ونکړی .
پای