د آذربایجان او ارمنستان پوځونه بیا سره ښکرپه ښکرشوي
د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان پوځي نښتې د ستمبر له ۲۷نیټې د نګورنو قره باغ لانجمنې سیمې کې پيل شوي او په ماسکو کې د روسیې د خارجه وزیر سرګئ لاؤروف په شتون سره د دواړو هیوادونو دخارجه وزیرانو په خبرواترو کې له اوربند سره سره د اور بند ددغې موافقې خلاف ورزۍ شوي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ د آذربایجان جمهوریت دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،بیګا د ارمنستان پوځ په آغدره-آغدام ،فضولي - هادروت ،جبرئيل او قوبادلي –زنګیلان چورلیزونو کې د آذربایجان جمهوریت د پوځ پر مورچلو او مرکزونو بندې د توپونو او توغندیو بریدونه کړي دي .
ددغې اعلامیې په اساس آذربایجان جمهوریت ددغو حملو په غبرګون کې دارنستان دوه ټانکونه ، څلور توغندوي پلیټ فارمونه او پنځه سترې مشین ګڼې تباه کړي دي .
دم ګړۍ په درستو سیمو کې عملیاتي شرائط دآذربایجان جمهوریت د پوځ په کنټرول کې دي او په دغه اخ و ډب کې دارمنستان په لسګونو پوځیانو ته مرګ ژوبلې اوښتي او شاتګ ته اړ شوي دي .
دغه راپور ښئ د ارمنستان هغه دیرش پوځیان چې په فضولي چورلیز کې د حملې په تکل کې وو ،وژل شوي دي .