فاروق عبدالله:
د کشميرد خودمختارۍ د ختمېدو په خلاف مبارزه کوو
نامتو کشميري سياستدان وويل: د هند حکومت له سياسي ماتې وروسته د امنيتي او استخباراتي ادارو د دباو حربې استعمالوي.
د ملت ټائمز د پرونۍ ليکنې له مخې د کشمير پخوانے وزيراعلی او د دغې سيمې نامتو سياستدان فاروق عبدالله وويل، د هند د حکومت د ټولو ګواښونو باوجود بيا به هم د کشمير د خودمختارۍ له ختمېدو سره مبارزې ته دوام ورکړي.
هغه واضحه کړه، د هند استخباراتي او امنيتي ادارې پکار دے په دې خبره پوه شي چې د کشمير خلق په هيڅ وجه د سيمې د خودمختاري ختمېدل ونه مني او د هند له حکومت سره سياسي جنګ به دوام ولري او کشميري ځوانان اجازه نه ورکوي چې نوے ډيلے دې دغه سيمه د هند د خاورې په برخه بدله کړي.
د کشمير پخواني وزيراعلی وويل په سيمه کښې ګوندونه سره يوځاے شوي دي او دا د دې خبرې ښودنه کوي چې د کشمير ټول خلق د دغې سيمې د خودمختارۍ له ختمېدو سره مخالف دي.