اسلامی ملګرتیا تنظیم نبی مکرم (ص) ته د فرانسې سپکاوې وغنده
په فرانسې کې د مسلمانانو اعتقاداتو ته سپکاوې ، ملنډو وهل اواسلام دښمنی بهیر په وروستیو کلونو کی ډیر زیات شوی او په عین حال کې له افراط پالنې او ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه مسلمانانو پرضد دباونه ډیر زیات شوی دي .
د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د اسلامی ملګرتیا تنظیم په یوه بیانیه کې د اسلام ګران پیغبر (ص) ته د فرانسوی چارواکو او رسندویو د سپکاوی په غندلو سره جوته کړه د دغه ډول سپکونکیو څرګندونو دوام به له اسلامی هیوادونو سره د فرانسې اړیکو ته ګوزار ورکړی .
په فرانسې کې د مسلمانانو اعتقاداتو ته سپکاوې ، ملنډو وهل اواسلام دښمنی بهیر په وروستیو کلونو کی ډیر زیات شوی او په عین حال کې له افراط پالنې او ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه مسلمانانو پرضد دباونه ډیر زیات شوی دي .
خو د فرانسې حکومت او د دغه هیواد ولسمشر ماکرون اسلام او مسلمانانو پرضد د تبلیغاتی حملو د کمولو په لړ کی د اقداماتو د غوره کولو پر ځای د مذهبونو او سپیڅلتیاو سپکاوې د بیان د ازادۍ د قوانینو برخه بللی دی .