امریکا د ایران دپوځي شریکانو په ضد کارړنګونو ته دوام ورکوي
امریکا خارجه زویر مایک پمپئو داکتوبر په اتلسمه نیټه د ایران په ضد د ملګروملتو د وسلو د محدودیّتونو په ختمولو سره د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغه هیوادونه چې له ایران سره د وسلو معاملې کوي ، ګواښلي دي .
فارس خبري آژانس راپور ورکړی ، د روسیې دخارجه زوارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، د امریکا پوځي صنعتي ټولنه د فارس خلیج د څنډې هیوادونو ته د خپلو دوسلو پر تجارت د برغولي دکیښودلو لپاره دایران پوځي شریکان ګواښي .
د امریکا په سیاسی جوړښت کې نفوذ لرونکي پوځي – صنعتي ټولګې، خپلې اقتصادي ګټې او موخې ددغه هیواد او د دوي دمتحدانو د موخو او ګټو په توګه بریښوي او له بیلابیلو میکانزمونو څخه په استفادې سره ، دواشنګټن دبهرني سیاست په پرمخ بیولو او بڼه ورکولوکې غوره رول لوبوي.
د میرمن زاخارووا څرګندونې په داسې شرائطو کې مطرح شوي ،چې د امریکا خارجه زویر مایک پمپئو داکتوبر په اتلسمه نیټه د ایران په ضد د ملګروملتو د وسلو د محدودیّتونو په ختمولو سره د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغه هیوادونه چې له ایران سره د وسلو معاملې کوي ، ګواښلي دي .په عین حال کې د چین اوروسیې په څير هیوادونو ټينګار کړی دی،له اسلامی ایران سره ددغو هیوادونو اړیکې،ددغو ګواښونو له امله هیڅکله هم اغیزمنې نه کیږي .