آرمينيا له آذربائيجان سره د اسرائيلو فوځي ملګرتيا وغندله
آرمينيا يو ځل بيا د قره باغ په جنګ کښې د اسرائيلي رژيم د مداخلت او غېر مسقيم ګډون وغندۀ.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د آرمينيا وزيراعظم نيکول پاشينيان د فرانسې د پارلېمان له استازيو سره په کتنه کښې ادعا وکړه، د ترکيې تخريبي او پراختيا غوښتونکے سياست او له باکو څخه د تل ابيب د وسله ايز ملاتړ دوام د باکو او ايروان په نښتو کښې ټاکونکي رول لوبوي او د دې سبب کيږي چې به قره باغ سيمه کښې نښتې هم هغه شان دوام ومومي.
د آرمينيا ولسمشر همدارنګ د قره باغ په سيمه کښې د نښتو د ختمولو لپاره د مناسبې حل لارې په اړه په دغه کتنه کښې له نړيوالې ټولنې څخه د خپل هېواد د خلقو غوښتنې او هيلې مطرح کړې.
د آرمينيا د دفاع د وزارت وياند آرتسرون هوهانيسيان په دې وروستيو وختونو کښې وويل، اسرائيل او ترکيه د بشردوستانه مرستو په بهانه په آذربائيجان جمهوريت فوځي سازوسامانونه خرڅوي.
د ويلو ده چې اسرائيلي رژيم د ډېرو پرمختلليو يرغلي ډرون الوتکو په شمول د آذربائيجان جمهوريت شپېتۀ فيصده وسلې پوره کوي، آذربائيجان جمهوريت د دغو وسلو په بدل کښې د اسرائيلو د ضرورت وړ دريمه برخه تېل برابروي.