بهرني هیوادونه باید په افغانستان کښې لاسوهنه ونکړي
تسنیم خبري اژانس وايي د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سابرامانیام جی شنکر (Subrahmanyam Jaishanka) د امریکا له خارجه وزیر مایک پمپئو سره له کتنې وروسته د افغانستان د راتلونکي جوړښت په تشکیلیدا کښې د پردیو هیوادونو د نه لاسوهنې غوښتنه وکړه .
د هند خارجه وزیر جی شنکر پرون په نوي ډيلي کښې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپئو سره له کتنې وروسته وویل د افغانستان خلک باید له هیڅ خارجي دباو پرته د خپل هیواد د برخلیک په هکله فیصله وکړي .
د هندوستان د باندنیو چارو وزیر جی شنکر وویل په افغانستان کښې د ثبات ټینګیدل د هندوستان په شمول د سیمې د ټولو هیوادونو په ګټه دی .
په افغانستان کښې د جنګونو د ختمولو لپاره د طالبانو ډلې او د کابل د حکومت ترمینځ د سولې خبرې د سپتمبر د میاشتې له دولسمې (۱۲) نیټې راهسې په قطر کښې پیل شوي خو تراوسه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي .
امریکا د افغانستان د سولې په خبرو کښې نیغ په نیغه لاسوهنې کوي .