د روغتیا مجله، د هاضمي جهاز د کولمو ناروغۍ، اوله برخه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93851-د_روغتیا_مجله_د_هاضمي_جهاز_د_کولمو_ناروغۍ_اوله_برخه
د هاضمې د جهاز ناروغۍ له عامو ناروغیو څخه بلل کیږي چي زیات شمېر خلګ ورڅخه ځوریږي، د روغتیا د مجلې په دې برخه کې به د کولمو د ناروغیو په اړه معلومات تر لاسه کړو او په پای کې به د سیدال د روغتون له متخصص ډاکتر او د کندهار د طب د پوهنځی له استاد محب الله ماکو مرکه واورئ.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Oct 29, 2020 12:02 Asia/Kabul
  • د روغتیا مجله، د هاضمي جهاز د کولمو ناروغۍ،  اوله برخه

د هاضمې د جهاز ناروغۍ له عامو ناروغیو څخه بلل کیږي چي زیات شمېر خلګ ورڅخه ځوریږي، د روغتیا د مجلې په دې برخه کې به د کولمو د ناروغیو په اړه معلومات تر لاسه کړو او په پای کې به د سیدال د روغتون له متخصص ډاکتر او د کندهار د طب د پوهنځی له استاد محب الله ماکو مرکه واورئ.

د هاضمې د جهاز ناروغۍ د خوړو د هضم پر پروسې او د خوراکي توکو پر جذبېدو باندې ناوړي اغېزي پرې باسي، د هاضمې جهاز داسي یو پیپ دی چي د خولې څخه را شروع کیږي او تر مقعد پوري رسي، په همدې خاطر د هاضمې د جهاز مرضونه د بېلابېل ډولونه لري، په دې خاطر هڅه کوو چي په جلا توګه د هري ناروغۍ په هکله ستاسو سره معلومات شریک کړو. کولمې د دوو کوچني او غټې برخو نه جوړي شوي دي، په حقیقت کې غټي کولمې یا کولون چي د یو پلن پیپ په څېر دی او د اضافي موادو د ایستلو مسئولیت په غاړه لري، او کوچني کولمې بیا د یو پیچلي پیپ په څېر دی چي د معدې سره وصل کیږي او د هاضمې چاري مخي ته وړي.

د یوې وعدې تر خوراک وروسته بیاد د بدن ټول د ضرورت وړ ويټامینونه او معدنی مواد یعنی منرالونه جذب شي، خو د خوړو د مقوي موادو نه جذبېدا داسي یو سنډرم دی چي د امله یې د خوړل شویو خوړو مقوی مواد په بدن کې نه شي جذبېدای.

په دې سنډرم کې تر ټولو زیات د غوړو جذبېدا د ستونزو سره مخامخ کیږي خو کېدایشي چي د پروټینونو، کربوهایډراتونو، منرالونو او وېټامینونو جذبېدا مهم له ستونزو مخ شي. په دې ناروغي کې ناروغ ته د نس ناستې او یا هم په نس کې د باد د پیدا کېدو سبب وګرځي، د دغه سنډروم له وجې کېدایشي په بدن کې عفونت رامینځ ته شي او یا هم هدوکي نکمزوري او بلاخره ماتي شی، په وړو کولمو کې ستونزه د زیاتو لاملونو د امله پیدا کېدایشي خو که نس ناستې او یا هم نوري ستونزې تر درو ورځو زیات دوام پیدا کړي باید حتما ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

د خوړو د مغذي مواد د نه جذبېدو سنډرم زیات لاملونه درلودلای شي، د هاضمې دسیسټم په فعالیت کې هر ډول ستونزه لکه په ینی کي د صفراوي مالګو نه تولید، یا په پانکراس کې د انزیمونو نه تولید او د کولمو په جدارونو کې ستونزه کولای شي د خوړو د جذبېدو مخه ونیسي.

د خوړو د نه جذبېدو یو اصلي لامل د پانکراټیک ناروغي ده چي د امله پانکراس هغه انزیمونه چي غوړي او پروټئین هضموي نه شي تولیدولای، پاړسوب، کرون، د لنډي کولمې سنډرم، په کولمو کې عفونت، پرازیټونه، ځینې د زړه ناروغۍ، ځینې درملي، شکره، ایدز، او سلیاک ناروغی کولای د خوړو د نه جذبېدو سنډرم رامینځ ته کړي. نس ناستی، د اوبو سربېره ګرځنده او پړېړه مدفوع، د مدفوع له حد نه وتلی بدبویی، په نس کې بادونه، د نس دردونه په تېره بیا تر ډوډۍ خوړلو وروسته، ستړیا، د وزن کمېدا، د ویټامین اې کمېدا، د هډوکو درد او د رنګ تښتېدا د دې ناروغۍ له نښو څخه بلل کیږي.

په داسي صورت کې چي بدن و نه کړای شي خپل د اړتیا ، وېټامینونه، منرالونه او مقوي مواد جذب کړي نو یاد کس ته ډول ډول ناروغی ورپیدا کیږي لکه عفونت، نه لویېدا او هډوکو ماتېدا، ځینې ځانګړي خوراکي مواد لکه ویټامین اې د بدن د دفاعي سیسټم او د ودي لپاره ضروري دي او د نه شتون په صورت کې بدن کمزوري کیږي.

کله چي ډاکټر د خوړو د نه جذبېدو سنډرم باندې مشکوک شي نو باید د ناروغ د خوراکي عادتونو او نښو په اړه څېړنې وکړي، ډاکټر ممکن ډول ډول معایناتونه وکړي چی د ناروغی اصلی لامل پیدا کړي، یو د مدفوع معاینات دی، ځکه چي که په مدفوع د غوړیځګی یو څرګندېدا د نه جذبېدو سنډرم ښودنه کوي، همدارنګه د ویني په معاینات سره هم د وېټامینونو او د منرالونو کچه معلومېدایشي.

همدارنګه د هاضمې له جهاز څخه تصویرونه هم اخیستل کیږي، د مثال په توګه د کرون یا د کولمو د جدارونو د کتلو لپاره د سي ټي اسکن څخه کار اخیستل کیږي، که د کولمو به جدارونو کې غیر طبیعي حجرې ښکاره شي نو ډاکټر بایوپسي تر سره کوي چي په انډوسکوپي سره تر سره کېدای شي، همدارنګه د ناروغ له خولو (عرق) نه ټسټ اخیستل بیا د فیبروزیز سیسټیک له تشخیص سره مرسته کولای شي.

د خوړو د نه جذبېدا د سنډرم د درملنې لپاره دوه ډوله اقدامات تر سره کیږي، لومړی د مقوی موادو د نه شتون جبرانېدا او دوهم د سنډرم د پیدا کېدو د لامل تشخیص، ځکه چي یوازي د لامل په پیدا کېدو سره د ناروغۍ درملنه کېدایشي، کله چي داسي ځایونو ته ځی چي هلته پاکي اوبه نه وي نو حتما اوبه تر ایښولو وروسته وڅښی او د سابو له استعمال نه ډډه وکړئ، همدارنګه د انټي بیوټیکو د زیات استعمال څخه ډډه وکړئ.

د لنډي کولمي سنډرم، به دغه حالت کې هم ناروغ نه شي کولای په کافي اندازه خوراکي مواد جذب کړي خو دا چي د کوم ډول خوراکي مواد په جذبېدا کې ستونزه لري موږ ته ښیي چي د کولمې کمه برخه کې نقص پیدا شوی، د لنډي کولمې سنډرم په هغو کسانو کې رامینځ ته کیږي چي د کولمو نیمه یا یوه برخه یې لیري کړای شوی وي او یا هم کولمو ته زیان اوښتی وي، دغه سنډرم هم خفیف او شدید ډولونه لري.

د ځینو ناروغیو د امله ډاکټران په خینو مواردو کې مجبور کیږي د وړو کولمو یوه یا حتی نیمایي برخه لیري کړي، چي وروسته بیا کېدایشي د ناروغ د هاضمې په سیسټم کې ستونزي رامینخ ته کړي، خو په ځینو مواردو کې بیا کېدایشي ناروغ د لنډي کولمې سره پیدا شوی وی او ستونزه یې مادرزادي وي، خو داسي نور لاملونه لکه کرون، د وینې د جریان کمېدا، کلکه ضربه او د نس په جدارونو کې د ستونزي د امله د لنډي کولمي سنډرم ستونزه رامینځ ته شي.

د لنډي کولمې لومړنۍ نښه ناس ناستې ده، ناس نساتې د بدن د اوبو او د وزن د کمېدو سبب ګرځېدلایشي، چي د نه درملنې په صورت کې کولای شي ناروغ د جدي ستونزو سره مخ کړي، لاکټوز انټالرنس، له حد نه زیات بدبویه مدفوع، د معدې ایښنا، خواګرځېدنګ او الرجی د دې ناروغۍ له نورو نښو څخه بلل کیږي. که د ناروغۍ نښې په درملو سره کابو نه شي نو کېدایشي ډاکټر د کولمي د پیوند اپرېشن تر سره کړي، یعني د کولمې یو سالمه برخه د یوې مړي څخه جلا شي او د ناروغ له کولمو سره وتړل شي.