د پیغمبر اکرم سپکاې له عقل سره سمون نه خوري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93863-د_پیغمبر_اکرم_سپکاې_له_عقل_سره_سمون_نه_خوري
د تقلید لوړ مرجع آیت الله جوادي آملي وویل: د اسلام قدرمن پيغمبر په ټول انسانیت باندې حق لري او د یو داسې شخصیت په هکله بې ادبي له عقل سره سمون نه خواري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2020 04:19 Asia/Kabul
  • د پیغمبر اکرم سپکاې له عقل سره سمون نه خوري

د تقلید لوړ مرجع آیت الله جوادي آملي وویل: د اسلام قدرمن پيغمبر په ټول انسانیت باندې حق لري او د یو داسې شخصیت په هکله بې ادبي له عقل سره سمون نه خواري.

آیت الله جوادي آملي پرون د چارلي هیبډو په نامه فرانسوي خپرندوې له خوا د سپکاوي په غبرګون کښې د دښمنانو د فتنې په وړاندې د مسلمانانو د هوښیارۍ په ضرورت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: کوم کسان دي چې غواړي یو کورني یا بهرنې اختلاف او یا نیابتي جنګ رامینځته کړي.

یاده دې وي چې د چارلي هیبډو په نامه فرانسوي خپرندوې په دې وروستیو کښې یوځل بیا د اسلام د ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په هکله له سپکاوي ډک کاریکاټورونه خپاره کړل او ورپسې د دغه هیواد ولسمشر امانوئل مکرون هم وویل چې فرانسه به د اسلام د پيغمبر خلاف د دغه شان کاریکاټورونو خپریدل جاري وساتي.

د هغه دغه سپک اقدام په ټوله نړۍ کښې له پراخې غندنې سره مخامخ شوې دی.