په ماسکو کښې د افغانستان په اړه غونډه وشوه
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د کړکیچ په حل لارو د غور لپاره د ایران د روسیې او د هندوستان درې(۳) اړخیزه غونډه په ماسکو کښې وشوه .
په دغه غونډې کښې چې د ایران د روسیې او دهندوستان د ځانګړیو استازیو په مشرۍ وشوه درې واړو هیوادونو د ترهګرۍ او د سرزورۍ په زیاتیدا باندې د اندیښنې په څرګندولو سره په افغانستان کښې د سولې او د ثبات د ټینګیدا او په دغه هیواد کښې د سولې د پیاوړي کولو لپاره د سیمه ییزو ملګرتیاو ملاتړ وکړ .
د ماسکو دغه غونډه په داسې حال کښې شوي ده چې د امریکا په دباونو سره د جنګ د ختمولو لپاره د طالبانو ډلې او د کابل د حکومت ترمینځ د افغانستان د سولې خبرې اترې د سپتمبر د میاشتې له دولسمې (۱۲) نیټې راهسې په قطر کښې پیل شوي او اوس هم دوام لري خو دواړه لوري تراوسه کومې موافقې او نتیجې ته نه دي رسیدلي .
امریکا په دغو خبرو کښې نیغ په نیغ لاس لري .