بایډن د امریکا په انتخاباتو کې بریالی شو
خو دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو برحاله ولسمشر د انتخاباتو پر پایلو شک څرګندوي. ټرمپ ویلي چې په انتخاباتو کې درغلي شوې او محکمې ته شکایت کوي.
د امریکا نوي منتخب ولسمشر جو بایډن نن سهار په ډیلور ایالت کې په خپل کور کې و چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې د خپلې بریا خبر واورېد.
بایډن د امریکا ۴۶ ولسمشر دی
خو دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو برحاله ولسمشر د انتخاباتو پر پایلو شک څرګندوي. ټرمپ ویلي چې په انتخاباتو کې درغلي شوې او محکمې ته شکایت کوي.
د امریکا په څو ایالتونو کې لا هم رایې شمېرل کېږي حو د بري لپاره جو بایډن لازم اکثریت پوره کړ.
جو بایډن د پینسلوانیا د ټولو رایو له شمېرل کېدو وروسته ۲۰ الیکترول رایې وګټلې او الیکترول رایې یې ۲۷۳ ته ورسېدې.
پاتې ایالتونه
جورجیا (۱۶ الیکترول رایې) د بایډن رایې تر ټرمپ ۷۲۴۸ ډېرې دي. ۹۹ سلنه رایې شمېرل شوي.
ایروزونا (۱۱ الیکترول رایې) بایډن تر خپل سیال ۲۹۸۶۱ ډېرې رایې لري. ۹۷ سلنه رایې شمېرل شوي.
نواډا (۶ الیکترول رایې لري) بایډن تر خپل سیال ۲۲۶۵۷ ډېرې رایې لري. ۹۳ سلنه رایې شمېرل شوي.
شمالي کارولینا (۱۵الیکترول رایې لري) د ټرمپ رایې ۷۶۵۱۵ ډېرې دي. ۹۸ سلنه رایې شمېرل شوي.
الاسکا (۳ الیکترول رایې لري) ټرمپ تر خپل ۵۱۳۸۲ زیاتې رایې لري.. ۵۶ سلنه رایې شمېرل شوي دي.
حاضردمه د بایډن ټولې الیکترول رایې ۲۷۳ دي او د ټرمپ ۲۱۴ دي.