د چین جوړ کرونا واکسن کامیاب دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94053-د_چین_جوړ_کرونا_واکسن_کامیاب_دي
په چین هیواد کښې جوړ شوي د کرونا وایرس واکسن د دغې ناروغۍ په مخنیوي کښې کامیاب دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2020 04:00 Asia/Kabul
  • د چین جوړ کرونا واکسن کامیاب دي

په چین هیواد کښې جوړ شوي د کرونا وایرس واکسن د دغې ناروغۍ په مخنیوي کښې کامیاب دي.

په چین هیواد کښې جوړ شوي د کرونا وایرس واکسن د دغې ناروغۍ په مخنیوي کښې کامیاب دي.

د سینو فارم په نامه د چین درمل جوړونکي شرکت مشر لیو جینګجن پرون وویل: کومو کسانو چې د دې شرکت جوړ کرونا واکسن لګولي دي، په کرونا وایرس نه دي ککړ شوې.

هغه زیاته کړه: تراوسه یو لاک کسانو ته د دې شرکت جوړ کړي واکسن وهل شوي دي چې په کښې ۵۶ زره کسانو له هیواده بهر ته سفرونه هم کړې دي خو هیڅ کوم یې په کرونا نه دی اخته شوې.

د چین په شنګهايي کښې د واکسنو متخصص تائو لینا هم اټکل کړې چې د موجودو معلوماتو له مخې احتمال شته چې سینو فارم Sinopharm واکسن ډیر زر بازار ته ورکړې شي.