چین او هند د سولې د ټینګیدا موافقه وکړه
Nov 08, 2020 11:19 Asia/Kabul
سپوتنیک خبري اژانس وايي د هند او چین په سرحدي سیمو کښې د سولې د ټینګولو موافقه وکړه .
د هندوستان دفاع وزارت نن په یوې (۱) خبرپاڼه کښې د پوځي خبرو اترو په هکله چې څو ورځې مخکې د چین او د نوي ډیلي ترمنځ شوي وې وویل نوي ډیلي او پیکینګ موافقه وکړه چې په سرحدي سیمو کښې د سولې د ساتلو او د ارامښت په هکله د ډاډ لپاره خبرې اترې وساتي .
د چین او د هندوستان د پوځي قومندانانو د غونډې نوی پړاو د نوامبر د میاشتې په شپږمه (۶) نیټه په «چوشول» سیمه کښې شوی و او ټاکل شوي ده د خبرو نوی پړاو په نږدې راتلونکي کښې وشي .
ټیګونه