فلیپین له امریکا سره خپل فوځي تړون وغځاوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94149-فلیپین_له_امریکا_سره_خپل_فوځي_تړون_وغځاوه
د فلیپین د بهرنیو چارو وزیر د امریکا سره هغه فوځي تړون چي په دې هیواد کې د امریکایي ځواکونو شتون ته مشروعیت وربخښې وغځاوه.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Nov 12, 2020 10:58 Asia/Kabul
  • فلیپین له امریکا سره خپل فوځي تړون وغځاوه

د فلیپین د بهرنیو چارو وزیر د امریکا سره هغه فوځي تړون چي په دې هیواد کې د امریکایي ځواکونو شتون ته مشروعیت وربخښې وغځاوه.

د اې اف پي، د راپور سره سم، د فلیپین د بهرنیو چارو وزیر تئودورو لاکسین سپیني ماڼۍ ته د یو پیغام په استولو سره د امریکا ملی امنیت سلاکار رابرت اوبراین ته وویل: د فلیپین فیصله د دواړو لورو دپاره د یوې ښې او دوامداري موافقې زمینه برابروي.

د فلیپین د بهرنیو چارو د وزیر فیصله وروسته له هغه مطرح شوه چي د دې هیواد ولسمشر رودریګو دوترته د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د بایدن د بریالیتوب د امله هغه ته مبارکي ورکړه او د امریکا د نوي ادارې سره همکاریو ته لوېوالتیا وښودله.

دوترته ولسمشریو ته تر رسېدو وروسته د ۲۰۱۶ میلادی کال را په دې خوا چین سره په نږدې کېدو سره د امریکا څخه واټن واخیست.

د فلیپین ولسمشر تر هغه وروسته چي په دې هیواد کې امریکا د نشه یې توکو د قاچاق سره په مبارزه کې په لاسوهنو تورن کړ په واشنګټن کې د (وي اف اې) د فوځي تړون د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.