امریکا دې له بې ځایه دخالتونو لاس واخلي
چین ، تایوان له امریکا سره پخپلو اړیکو کې تر ټولو حساسه اومهمه موضوع ګڼي او په تایوان د هرډول وسلو دخرڅولو پشمول له دغې سیمې دملاتړونو زیاتولو لپاره دامریکا په اقدام سخت غوسه دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د چین دخارجه وزارت ویندوي وانګ وبین بیګا په یولړ څرګندونو کې د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو له څرګندونو وروسته چې وئيلي ئې وو،تایوان د چین کومه برخه نه ده،وئيلي ، چین به د هر ډول هغه اقدام په ضد چې ددغه هیواد ملی ګټې کمزوري کوي ،سخت غبرګون نندارې ته وړاندې کړي .
وانګ وبین په بیجینګ کې وئیلي دي ، تایوان د چین یوه نه بلیدونکي برخه ده او یو هیواد هم په دغې برخې کې د ګوتو وهنو حق نه لري .
هغه روښانه کړې ده ،مایک پمپئوپه دغو کرغیړنو څرګندونوسره د چین او امریکا اړیکو ته تاوان رسوي او هرهغه چلند چې د چین اصلي ګټې کمزوري او د چین په داخلی چارو کې ګوتې ووهي،د چین له خوا به له پریکنده اوسخت غبرګون سره مخ شي .
چین، تایوان له امریکا سره پخپلو اړیکو کې ترټولو حساسه اومهمه موضوع ګڼي او په تایوان د هرډول وسلو دخرڅولو پشمول له دغې سیمې دملاتړونو زیاتولو لپاره دامریکا په اقدام سخت غوسه دی .