د ایران پرضد بندیزونه دې کم شي
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د ولسي جرګې کانګرس پینځه اویا (۷۵) غړیو د خزانې وزیر اسټیون منوچین او خارجه وزیر مایک پمپئو ته په یوه(۱) لیک کښې د کورونا ویروس په بهیر کښې د ایران او د نورو هیوادونو پرضد د بایکاټونو د کمولو غوښتنه وکړه .
په تیرو څو میاشتو کښې په ایران او د نړۍ په نورو هیوادونو کښې د کورونا ویروس له خپریدا وروسته نړیوالو چارواکو او ګڼ شمیر هیوادونو د ایران پرضد د امریکا د غیر قانوني او د یواړخیزه بایکاټونو د لغو کولو غوښتنه کړي ده .
له دې سره سره د امریکا چارواکی هماغه راز د ایران پرضد د زیات دباو د سیاست په چوکاټ کښې د بندیزونو د کړچار په دوام ټينګار لري او په پرله پسې ډول د ایران پرضد نوي بایکاټونه لګوي .
د امریکا ظالمانه او یواړخیزه بایکاټونه چې په اساسي شیانو او حتی په درملو او طبي تجهیزاتو هم بندیز دی د ایران د خلکو په تیره بیا د کورونا ویروس د ناروغانو لپاره ډیر مشکلات رامینځته کړي دي .