د امریکا د ولسمشر اقدامات د کودتا لپاره هڅه ده
زمونږ خبریال وايي د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو د لغو کولو لپاره د ولسمشر ټرمپ په اقداماتو باندې د نیوکې په ترڅ کښې وویل دغه اقدامات د کودتا لپاره له تاوتریخوالي پرته هڅه ده .
جان بولټن له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د امریکا د ریپبلیکن ګوند په مشرانو غږ وکړ چې د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته د ولسمشر ټرمپ د نه منلو وړ کړچارونه او په دغو ټول ټاکنو کښې د هغه ماتي نه منل وغندي .
د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن ولسمشر ټرمپ په سړکونو کښې د یوه(۱) بلواکونکي په توګه وباله .
بل خبر دا چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د خپل ګوند د ملاتړو لخوا تر دباو لاندی ورغلی چې د ولسمشرۍ د نتیجو له چیلنج سره مخامخ کولو لاس واخلي .
د امریکا د نیوجرسي ایالت پخواني ګورنر «کریس کریسټي »چې د ولسمشر ټرمپ د باور وړ یو(۱) سړی دی د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتو د ټیم کړچار د ملت د ګډوډۍ سبب وباله .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار ایچ ار میک ماسټر هم وویل د ولسمشر تاوان رسونکي اقدامات د الیکټرول کالج د غړیو په ذهنونو کښې د شک تخم شیندي .