هر ډول ترهګر اقدام او غیرقانوني وژله غندو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94499-هر_ډول_ترهګر_اقدام_او_غیرقانوني_وژله_غندو
د ملګرو ملتو ویاند بیګا د ایران د ایټمي او دفاعي پوهاند شهید محسن فخري زاده ټرور وغنده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2020 02:26 Asia/Kabul
  • هر ډول ترهګر اقدام او غیرقانوني وژله غندو

د ملګرو ملتو ویاند بیګا د ایران د ایټمي او دفاعي پوهاند شهید محسن فخري زاده ټرور وغنده

سټیفن ډوجاریک Stephane Dujarric د شهید محسن فخري زاده د وژلې په غبرګون کښې وویل: ملګري ملتونه هر ډول ټرور او غیرقانوني قتل غندي.

د ملګرو ملتو ځانګړې رپورټرې اګنس کالامارډ Agnès Callamard هم وړمه شپه د شهید محسن فخري زاده د وژل کیدو په غبرګون کښې په خپلو ټویټونو کښې ټینګار کړې و چې له پولو بهر هدفمنې وژلې د بشري حقوقو د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتو د منشور خلاف ورزي ده.

یاده دې وي چې د ایران ایټمي او دفاعي پوه محسن فخري زاده د تیرې جمعې په مازیګر د تهران ولایت د دماوند ولسوالۍ په آبسرد سیمه کښې په یوې ترهګرې حملې کښې شهید شو چې دغه بزدلانه کار ډیر نړیوال غبرګونونه راپارولې دي.