چین د ایران د اټومي ساینس پوهان ټرور وغاند
زمونږ خبریال وايي د چین خارجه وزارت یوځل بیا په ترهګر برید کښې د ایران د اټومي ساینس پوه محسن فخري زاده ټرور د بشریت پرضد جنایت وباله .
د چین د خارجه وزارت ویاندې میرمن هوا چون اینګ نن په پیکینګ کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې د ایران د دفاع وزارت د ټیکنالوژیو او د څیړنې د ادارې د مشر محسن فخري زاده د ټرو د عواملو او د امرانو د غندلو په ترڅ کښې وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم په دغه بشر ضده اقدام سره نیت لري لویدیځې اسیا کړکیچنه او ناامنه کړي .
په عین حال کښې د لویدیځې اسیا د مطالعاتو د مرکز څیړن پوه وانګ جین دا ډول ترهګر او مجرمانه اقدامات ډیر خطرناک وبلل او ویې ویل د اسرائیلو جاسوسۍ اداره موساد او د امریکا استخباراتي اداره سي ايي ای سیمه د ناکرارۍ په لور بیايي .
له بلې خوا د چین د ګلوبل ټایمز ورځپاڼې مسوول چلونکي د ایران د اټومي او دفاعي ساینس پوه ټرور شرمونکی او څاروي ډوله اقدام وباله او ویې ویل لویدیځو هیوادونو د دغه بې شرمانه او څاروي ډوله اقدام په وړاندې چپتیا غوره کړي ده .
هغه وویل که چیرې د امریکا او د یا ا نګلستان کوم ساینس پوه ټرور کیدلی نو دغو هیوادونو به د غندلو لپاره ستر شورماشور رامینځته کاوه .