چین د ایران د اټومي ساینس پوهان ټرور وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94554-چین_د_ایران_د_اټومي_ساینس_پوهان_ټرور_وغاند
زمونږ خبریال وايي د چین خارجه وزارت یوځل بیا په ترهګر برید کښې د ایران د اټومي ساینس پوه محسن فخري زاده ټرور د بشریت پرضد جنایت وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2020 10:47 Asia/Kabul
  • چین د ایران د اټومي ساینس پوهان ټرور وغاند

زمونږ خبریال وايي د چین خارجه وزارت یوځل بیا په ترهګر برید کښې د ایران د اټومي ساینس پوه محسن فخري زاده ټرور د بشریت پرضد جنایت وباله .

د چین د خارجه وزارت ویاندې میرمن هوا چون اینګ نن په پیکینګ کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې د ایران د دفاع وزارت د ټیکنالوژیو او د څیړنې د ادارې د مشر محسن فخري زاده د ټرو د عواملو او د امرانو د غندلو په ترڅ کښې وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم په دغه بشر ضده اقدام سره نیت لري لویدیځې اسیا کړکیچنه او ناامنه کړي .

په عین حال کښې د لویدیځې اسیا د مطالعاتو د مرکز څیړن پوه وانګ جین دا ډول ترهګر او مجرمانه اقدامات ډیر خطرناک وبلل او ویې ویل د اسرائیلو جاسوسۍ اداره موساد او د امریکا استخباراتي اداره سي ايي ای سیمه د ناکرارۍ په لور بیايي .

له بلې خوا د چین د  ګلوبل ټایمز ورځپاڼې مسوول چلونکي د ایران د اټومي او دفاعي ساینس پوه ټرور شرمونکی او څاروي ډوله اقدام  وباله او ویې ویل لویدیځو هیوادونو د دغه بې شرمانه او څاروي ډوله اقدام په وړاندې چپتیا غوره کړي ده .

هغه وویل که چیرې د امریکا او د یا ا نګلستان کوم ساینس پوه ټرور کیدلی نو دغو هیوادونو به د غندلو لپاره ستر شورماشور رامینځته کاوه .