ارمنستان او اذربایجان باید خپلې ژمنې عملي کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94605-ارمنستان_او_اذربایجان_باید_خپلې_ژمنې_عملي_کړي
فارس خبري اژانس وايي د مینسک ډلې مشرانو په اذربایجان جمهوریت او ارمنستان غږ وکړ د قره باغ سیمې د جګړو په هکله د نوامبر د میاشتې د لسمې (۱۰) نیټې په موافقې کښې لیکل شویو ژمنو ته پاې بند ووسي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2020 02:08 Asia/Kabul
  • ارمنستان او اذربایجان باید خپلې ژمنې عملي کړي

فارس خبري اژانس وايي د مینسک ډلې مشرانو په اذربایجان جمهوریت او ارمنستان غږ وکړ د قره باغ سیمې د جګړو په هکله د نوامبر د میاشتې د لسمې (۱۰) نیټې په موافقې کښې لیکل شویو ژمنو ته پاې بند ووسي .

د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف ، د امریکا د خارجه وزیر مرستیال اسټیفن بیګان او د فرانسې د خارجه چارو وزیر ژان ایولوډریان پرون په یوې (۱) ګډې بیانیې کښې له ارمنستان او اذربایجان جمهوریت وغوښتل ترسره شوي موافقې ته پاې بنده ووسي او د اوربند له فرصت په استفادې کولو سره د خبرو اترو له لارې خپل اختلافات حل کړي .

د مینسک ډلې د مشرانو په بیانیې کښې ویل شوي دي ټول خارجي ترهګر او ګوډاګیان باید له قره باغ سیمې ولاړ شي او ارمنستان او اذربایجان جمهوریت باید له دغه بهیر سره مرسته وکړي .

روسیې ، امریکا او فرانسې په قره باغ جنګ کښې له ښکیلو لورو وغوښتل د بشري حقوقو نړیوالو قوانینو په تیره بیا د بندیانو د تبادلې او د مړیو د ورستنولو په زمینه کښې قوانینو ته پاې بند ووسي .