په امریکا کې په ډزو باندې ۷۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتي
په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې د ډزو د امله ۷۰ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
زموږ د خبریال د راپور سره سم، په امریکا کې د تاوتریخوالو د شمېرنو د ثبت مرکز اعلان وکړ چي په تېر شواروز کې د دې هیواد په بېلابېلو ایالتونو کې ۷۷ د ډزو پیښي ثبت شوي چي د امله یې ۱۸ تنه وژل شوي او ۵۲ تنه ژوبل شوي دي.
د دې راپور سره سم، د ډزو اکثره پیښي د شمالي کارولینا، ایلینوی، فلورېډا او می سي سي پي ایالتونو کې رامینځ ته شوي دي.
امریکا په وروستیو ورځو کې د تاوتریخوالو د یوې لویي څپې سره مخه شوې ده.
په امریکا کې د کاله په زرګونو کسانو د ډزو د امله وژل کیږي، د رسمي راپورونو پر بنیاد په دې هیواد کې لږ تر لږه له ۲۷۰ میلیونه بیا تر ۳۰۰ میلیونه وسلې د خلګو سره دي، کابو هر یو امریکایي وګړی یوه وسله لري.
په امریکا کې د ښاریزو د حقوقو د مدافعو ادارو له اعتراض سره سره په دې هیواد کې هیڅ یوه اداره نه ده توانېدلې چي د وسلو پر پلور باندې محدودیتونه ولګوي ځکه چي د وسلو مافیا په امریکا کې له حد نه زیات پیاوړې ده.