د امریکا نوی حکومت د ایران پرضد بندیزونه ختمولی شي
Dec 10, 2020 01:50 Asia/Kabul
په تهران کښې د فرانسې پخواني سفیر فرانسوا نیکولو وویل د ایران پرضد د بایکاټونو د ختمولو په زمینه کښې د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن د حکومت اقدام ډیر په چټکۍ او له کوم شرط پرته کیدلی شي .
هغه له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې هیله وکړه د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن یوه(۱) لومړۍ فیصله د ایران پرضد د درملو د روغتیايي او درملیزو تجهیزاتو د بایکاټونو ختمول په تیره بیا د ضرورت وړ ټولو درملو او طبي تجهیزاتو ته د ایران د هرډول له محدودیت پرته د لاسرسي برابرول ووسي .
نیکولو دغه راز اعتراف وکړ د امریکا د ولسمشر ټرمپ د یرغلیزو سیاستونو په وړاندې د اټومي تړون په هکله خپلو ژمنو ته په پاې بندۍ کښې د اروپايي حکومتونو اراده کمزوري وه او ده .
ټیګونه