آژانس دې خپلواکه، بې پلوه او مسلکي پاتې شي
ویانا کښې د نړیوالو سازمانونو په نزد د ایران د اسلامي جمهوریت دایمي استازي د ایران په چارو کښې د امریکې د خارجه وزارت د ځانګړي استازي د څرګندونو په غبرګون کښې وویل: د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس باید خپلواکه، بې طرفه او مسلکي پاتې شي.

کاظم غریب آبادي بیګا د یو ټویټ په خپرولو سره د ایران په چارو کښې د امریکې د حکومت د ځانګړي استازي د څرګندونو په غبرګون کښې چې ویلي وو باید له اروپایانو سره په غږملتیا کښې د ایران په اړه د ایټمي انرجۍ پر نړیوال آژانس باندې دباؤنه جاري وساتو، د دغه سازمان په بې پلویتوب او د هغه د خپلواکۍ په ضرورت باندې ټینګار وکړ.