روسیه د امریکا په خزانې وزارت برید کښې لاس نلري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94816-روسیه_د_امریکا_په_خزانې_وزارت_برید_کښې_لاس_نلري
تاس خبري اژانس وايي په واشنګټن کښې د روسیې سفارت د امریکا په خزانې وزارت باندې اینټرنیټي برید کښې د ماسکو د لاس د لرلو په هکله د امریکا د رسنیو ادعا رد کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2020 11:32 Asia/Kabul
  • روسیه د امریکا په خزانې وزارت برید کښې لاس نلري

تاس خبري اژانس وايي په واشنګټن کښې د روسیې سفارت د امریکا په خزانې وزارت باندې اینټرنیټي برید کښې د ماسکو د لاس د لرلو په هکله د امریکا د رسنیو ادعا رد کړه .

په امریکا کښې د روسیې سفارت وویل د اطلاعاتو په فضا کښې حملې د ماسکو د بهرني سیاست له اصولو سره تضاد لري او  د امریکا رسنیو یوځل بیا د واشنګټن په حکومتي ارګارنونو باندې د اینټرنیټي بریدونو په هکله د ماسکو پرضد بې اساسه تورونه مطرح کړي دي .

بل خبر دا چې د روسیې د خارجه وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا وویل واک ته د جوبایډن په رسیدا سره به د امریکا او د روسیې اړیکې بدلې نشي .

هغې وویل د روسیې په وړاندې د امریکا خارجي سیاست د کنټرولولو سیاست دی او دغه حالت به د امریکا په نوي حکومت کښې بدل نشي .

مخکې د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن ادعا کړي وه چې روسیه  حاضردمه د امریکا او د هغې د متحدینو د امنیت لپاره ترټولو ستر ګواښ ده .