د فلسطین مسئله د اسلامي امت د ژوندي والي نښه ده
د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومي منشي وویل: د فلسطین مسئله له پیل نه تراوسه پورې د اسلامي امت د ژوندي والي او ترقۍ ښودونکې پاتې شوې ده.
د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومي منشي وویل: د فلسطین مسئله له پیل نه تراوسه پورې د اسلامي امت د ژوندي والي او ترقۍ ښودونکې پاتې شوې ده.
حجت الاسلام حمید شهریاري پرون د مقاومت د عالمانو په شپږم نړیوال کانفرنس کښې چې په آنلاین توګه ترسره شو، زیاته کړه: ژوند له مقاومت پرته امکان نه لري ځکه چې ټولنه بې له مقاومته هغه طبیعي خوندیتوب بایلي کوم چې سبحان خدای د انسانانو په وجود کښې اچولې دی.
هغه زیاته کړه: د بشریت د دښمنانونو ټولې پټې او څرګندې هلې ځلې د دغه طبیعي خوندیتوب د کمزورې کولو او په اسلامي امت باندې د حملې د لارې د هوارولو په موخه دي.
حجت الاسلام شهریاري په دې خبرې سره چې د مقاومت علما د ټولنې په وجود کښې د ژوند روح پوکي څو د ننګونو په وړاندې ماتې ونه خوري، وویل: د مقاومت عالمان د وحدت، یووالي او پیوستون بلنه ورکوني دي او کوم لورې چې د مقاومت له علماؤ سره دښمني وکړي هغه یوه ماتې خوړلې جبهه او د تفرقې او تیت پرک والي لامله او د خونړیو جنګونو رامینځته کونکې ده.
هغه ټینګار وکړ، کوم نزدېکت چې د اسلامي مذهبونو د نزديکت نړیواله ټولنه یې بلنه ورکوي، د مقاومت له سیوري پرته نه ترلاسه کیږي او هر کله چې د مقاومت غږ پورته کیږي د نزدې والي او وحدت غږ هم انګازې کوي.