د برجام په سر له بيا خبرو اترو سره مخالف يوو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94858-د_برجام_په_سر_له_بيا_خبرو_اترو_سره_مخالف_يوو
د چين د خارجه وزارت د وسلو د کنټرول د ادارې مدير پرون د برجام د ګډ کمېشن د غونډې له ختمېدو وروسته وويل، بيجنګ د برجام ايټمي موافقې په سر له بيا خبرو اترو څخه ملاتړ نه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2020 02:28 Asia/Kabul
  • د برجام په سر له بيا خبرو اترو سره مخالف يوو

د چين د خارجه وزارت د وسلو د کنټرول د ادارې مدير پرون د برجام د ګډ کمېشن د غونډې له ختمېدو وروسته وويل، بيجنګ د برجام ايټمي موافقې په سر له بيا خبرو اترو څخه ملاتړ نه کوي.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې فوکونګ په دې باندې په تاکيد سره چې چين د برجام په سر له بيا مذاکراتو سره مخالف دے زياته کړه، امريکه پکار دے په ايران يو اړخيزونه بنديزونه ختم کړي.

هغه په دوام کښې د ايران برجامي اقداماتو ته په اشارې سره وويل، ايران په واضحه توګه اعلان کړے دے چې هر وخت چې امريکه برجام ته راستنه شي او ټول بنديزونه ختم کړي نو د برجام مطابق خپلو ټولو ژمنو ته به بيا راوګرځي.