د افغانستان حکومت او طالبان باید ژر موافقه وکړي
تسنیم خبري اژانس وايي په داسې حال کښې چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت له سپینې ماڼۍ څخه د وتلو په درشل کښې دی د افغانستان په چارو کښې د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د کابل په حکومت او طالبانو غږ وکړ زر تر زره یوې (۱) سیاسي موافقې ته ورسیږي .
خلیل زاد د تاوتریخوالو زیاتیدا ته په اشارې سره وویل د هغو کسانو چې د حملو اجازه ورکوي او دغه بریدونه کوي هدف د نفاق رامینځته کول دي .
خلیل زاد زیاته کړه مونږ له ټولو لورو غواړو چې تاوتریخوالی کم کړي او په چټکۍ سره د اوربند د تامینیدا لپاره ګام پورته کړي او په نړیوال ملاتړ سره باید په ټول افغانستان کښې د نه چاودیدلي بمونو او چاودیدونکو موادو په خطرونو غور وشي .
د افغانستان په چارو کښې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي ځینې کارپیژاندي وايي په اوسنیو شرایطو کښې د افغانستان دننه د بین الافغاني خبرو اترو د ترسره کیدا امکان نشته .
د افغانستان حکومت څو ورځې مخکې ټینګار کړی و ښه خبره دا ده چې د خبرو اترو ورپسې پړاو د افغانستان په داخل کښې وشي خو طالبانو دغه وړاندیز رد کړی دی .
د افغانستان حکومت او طالبانو په ګډې بیانیې کښې ویلي دي د مذاکراتو د اجنډا په هکله ډیرې مشورې ته د ضرورت په دلیل د خبرو اترو بهیر د جنورۍ د میاشتې تر پینځمې(۵) نیټې پورې ځنډول شوی دی .